بریتانیا له اسراییلو په محاصره شوې غزه کې د ناوړه وضعیت د کمېدو غوښتنه کړې

د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک

اسراییلو ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن له سفر وروسته د بریتانیا صدراعظم ریشي سوناک له اسراییلو څخه د ملاتړ په موخه تل‌ابیب ته تللی دی.

تل‌ابیب ته د سوناک سفر په داسې حال کې ده چې نن سهار اسراییلو پر غزې یو ځل بیا هوايي بریدونه کړي دي.

د اکټوبر له اوومې راهیسې له کله چې د حماس وسله‌والو پر اسراییلو ناڅاپي برید وکړ، اسراییلو پر غزې هوايي بریدونه پیل کړي دي.

په داسې حال کې چې د بریتانیا صدارعظم ریشي سوناک له اسراییلو څخه د ملاتړ په موخه دې هېواد ته رسېدلی، نن اسراییلي ځواکونو یوځل پر غزې هوايي بریدونه کړي دي.

د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د امریکا د ولسمشر جوبایډن له سفر څو ساعته وروسته تل ابیب ته سفر وکړ او له اسراییلو یې وغوښتل چې په محاصره شوې غزې کې ناوړه وضعیت دې کم کړي.

په غزه کې د اسراییلي ځواکونو له لوري د بمبار شویو ودانیو پاتې شونې.

ولسمشر بایډن د اکټوبر په ۱۸مه له اسراییلو څخه بېرته امریکا ته راستون شو او څو ساعته وروسته د بریتانیا لومړی وزیر ریشي سوناک د تل ابیب په هوایي ډګر کې ښکته شو، چې له ځان سره يې اسراییلو ته د ملاتړ او خواخوږۍ پیغامونه وړي وو.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون ویلي وو، د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي موافقه کړې چې سر له سبا د ملګرو ملتونو هغوو ۲۰ لارویو ته چې په کې بشري مرستې بار دي د مصر له لارې غزې تړانګې ته د داخلېدو اجازه ورکړي او چارواکو ته وخت ورکړي چې وران شوي سړکونه بېرته ترمیم کړي.

په همدې حال کې د مصر ولسمشر بیا ادعا کړې چې مصر له غزې سره خپل سرحد نه دی تړلی، خو د هغه په خبره دوی، د اسراییلي ځواکونو د پرله‌پسې هوايي بریدونو وروسته د رفح په نوم سرحد تړلو ته مجبور شوي دي.

پر غزې دا نوي هوايي بریدونه په داسې حال کې دي چې د حماس وسله‌والو هغو ۲۰۳ اسراییلو کورنیو ته چې دې وسله‌وال ډلې يې د کورنۍ غړي یرغمل نیولي، خبر ورکړی و.

له دې وړاندې د حماس وسله‌والو له خوا د یرغمل شویو اسراییلو کورنیو شمېر ۱۹۹ تنه ښودل شوی و.

د حماس په سلګونو وسله‌والو د اکټوبر په ۷مه پر اسراییلو برید وکړ، چې تر ۱۴۰۰ ډېر کسان یې ووژل او په سلګونو نور یې وتښتول.

له هغه وخت راهیسې اسراییلو ځواکونه پر غزې بمباري کوي.

د حماس ډلې وسله‌وال وايي چې یو شمېر یرغمل شوي اسراییلیان يې وژلي دي.