د هرات زلزله ځپلو سیمو کې د ساري ناروغیو د خطر د زیاتوالي خبرداری ورکړل شو

په هرات کې د زلزله ځپلو خیمې.

د روغتیا نړیوال سازمان په هرات ولایت کې له وروستیو زلزلو وروسته په زلزله ځپلو سیمو د ساري ناروغیو د خطر د زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان یا 'ډبلیو ایچ او' خبرداری ورکوي چې په هرات ولایت کې له وروستیو زلزلو وروسته د خلکو بې ځایه کېدل روغتیايي وضعیت ته لوی خطر پېښوي.

یاد سازمان، په خپل تازه راپور کې ویلي چې په دغه ولایت کې د زلزلې د زیانمنو بې‌ځایه کېدل د شري، حاد تنفسي انتاناتو او د شدیدو اوبو اسهال په څېر ناروغیو د زیاتوالي لامل کېږي.

د هرت یو شمېر زلزله ځپلي اوسېدونکي

په دغه راپور کې د دغه سازمان د ویاند تاریک جسرویس له قوله ویل شوي چې د روغتیا نړیوال سازمان اوس د هرات له زلزلې د ټپیانو د ژوند ژغورلو او ژوندي پاتې شویو کسانو ته د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو تمرکز کوي.

په ورته وخت کې د هرات د شیدایي انتاني روغتون مسوول ډاکتر فضل الدین فایز وايي چې دوی هم د ساري ناروغیو د احتمالي زیاتوالي په اړه اندېښمن دي.

نوموړي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل: "اوسنی وضعیت به خامخا د ساري ناروغیو په شمېر کې زیاتوالی راولي، ځکه چې په یوه ټاکلي ځای کې د خلکو ګڼه ګوڼه د ساري ناروغیو د خپرېدو لامل کېږي. له بلې خوا حفظ‌الصحه په سمه توګه نه مراعتېږي. د څښاک صحي اوبه ممکن په ډېری ځایونو کې نه وي."

د هرات ولايت اوسېدونکې فريبا، چې له وروستيو زلزلو وروسته د سلګونو نورو په څېر يې کور پریښی او په ازاده فضا کې شپې او ورځې تېروي، وايي چې په دې وروستيو کې په بېلابېلو ناروغيو اخته شوې ده.

نوموړې ازادي راډیو ته زیاته کړه: "همدا اوس مې په سر درد دی، بدن مې خوږېږي، پزه مې بنده ده، ستونی مې درد کوي، په ټوله کې سمه نه‌شم ګرځېدلای، د وینې فشار مې ټیټ دی، د څه لپاره؟ ځکه چې د شپې له‌خوا هوا سړه ده، د یخنۍ له امله نه شو کېناستلی او د ورځې له‌خوا د ګرمۍ له امله نه‌شو کېناستلای. په دوو وروستیو ورځو کې مې پښتورګي هم خوږېږي."

صدیقه هم له خپلې کورنۍ سره په یوه خیمه کې اوسېږي، وايي چې اوس یې د ۱۱ کسیزې کورنۍ ټول غړي ناروغه دي.

هغې وویل: : "موږ ځانته یوه خیمه جوړه کړې چې په کې اوسېږو. ټول زکام شوي، ټول ناروغه دي. یو دوه کسان نه، موږ ۱۱ کسان یو، ټول زکام شوې یو."

د هرات ولایت دغه اوسېدونکي اوس هم روغتيايي خدمتونو او مرستو ته د نه لاسرسي او د بشري مرستو د وېش له څرنګوالي شکايت کوي.

اوچا یا د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې تر دې مخکې راپور ورکړی چې په هرات کې د وروستیو زلزلو له امله نږدې ۶۶ زره کسان په مستقیم ډول اغېزمن شوي دي.

په هرات کې وروستیو مرګونزو زلزلو خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي.

د ناروې د کډوالو شورا هم راپور ورکړی چې په هرات کې په دغو زلزلو کې ۴۵۰۰ کورونه ویجاړ شوي دي.

په هرات کې له شاوخوا دولسو ورځو راهیسې د سختو زلزلو او ټکانونو له امله خلک له خپلو کورونو وتلي دي.

د دوی په خبره، د ورځې هوا ګرمه او د شپې له خوا سړه وي چې یو شمېر یې له ګرمۍ او یخنۍ څخه د ځان ساتنې په موخه خیمې لري، خو یو شمېر نور یې بیا شکایت کوي چې خیمې او یا معیاري او د سړۍ او تودې هوا پر وړاندې مقاومې خیمې نه لري.