بایډن: ښکاري چې د غزې پر روغتون چاودنه د اسراییلو کار نه وي

Your browser doesn’t support HTML5

د امریکا ولسمشر جوبایډن وایي، داسي ښکاري چې د غزې تړانګې په یوه روغتون کې چاودنه چې په سلګونو کسان پکې وژل شوي، د اسراییل کارنه دی. بایډن د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتانیاهو سره په کتنه کې وویل، له هغو شواهدوچې ده لیدلي، داسې ښکاري چې دا د مقابل لوري کاردی نه ستاسو . بایډن په دې اړه چې ولې دی باورکوي چې د دغې چاودنې لامل اسراییل نه و، نورجزییات ورنکړل.

بایډن: ښکاري چې د غزې پر روغتون چاودنه د اسراییلو کار نه وي