د ښځو د حقونو او مدني ټولنې فعالان: د پاکستان مېشتو افغان کدوالو بشري حقونه دې په بېړني ډول تامین شي

پاکستان کې مېشت یو شمېر افغان کډوال

د ښځو د حقونو څه باندې ۵۰۰ فعالانو او د افغانستان د مدني ټولنې غړو اندېښنه ښودلې او په پاکستان کې د افغان کډوالو د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره یې د ملګرو ملتونو او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو د بېړني اقدام غوښتنه کړې ده.

دوی د دوشنبې په ورځ د یوه پرانیستي لیک په استولو سره چې یوه کاپي یې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې، له دغو سازمانونو غوښتي چې پاکستان دې قانع کړي چې له هغه هېواده د افغان کډوالو له جبري ایستلو ډډه وکړي.

په جلا وطنۍ کې د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو ډله هم د دې لیک له لاس‌لیک کوونکو څخه ده.

د دې ډلې د مشرتابه غړي مصطفی کمال د سه‌شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل:

"د یوه لیک له لارې د پاکستان له حکومت، د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونيو ګوتېرش، د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د ملګرو ملتونو د ښځو له څانګې، د کډوالۍ له نړیوال سازمان او د اسلامي همکاریو له سازمان څخه غوښتل شوي دي چې د افغان کډوالو مسئلې ته جدي پاملرنه وکړي. او د پاکستان له حکومت څخه غوښتل شوي چې د زیان منونکو افغانانو د توقیف او په زوره ایستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي."

د دغه لیک په دوام کې راغلي چې، د پام وړ شمېر افغان کډوال په امریکا، کاناډا، استرالیا او اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنې دوسیې پرتې دي او ډېری یې کوربه هېوادونو کې د بیا مېشتېدو په وروستیو پړاوونو کې دي.

ګڼو نړیوالو سازمانونو هم له افغان کډوالو سره د پاکستان پر اوسني چلند نیوکې کړي

خو د ليک د ليکوالانو په وينا، په پاکستان کې دوی له تاوتريخوالي، نيولو، فزيکي ځورونې، اړينو خدمتونو او منابعو ته د محدود لاس‌رسي او جبري شړلو سره مخ دي.

په دغه لیک کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ دې دوی ته د پېژندپاڼې کارتونه او د اوسېدو موقتي جوازونه ورکړي او د کډوالۍ نړیوال سازمان او د لوېدیځو هېوادونو سفارتونه دې په پاکستان کې د افغانانو د کډوالۍ د دوسیو د څېړلو بهیر چټک کړي.

دوی په افغانستان کې بشري ناورین او د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو او امنیتي ستونزو ته په اشارې سره لیکلي، چې افغانان د خپل امنیت د ټینګښت لپاره نورو هېوادونو ته د پنا اخیستو لپاره اړ شوي او په پاکستان او نورو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو اساسي حقونو څخه بايد ملاتړ او ساتنه وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت په خپله خاوره کې مېشتو ناقانونه کډوالو ته د اکتوبر تر پایه له دغه هېواده د وتلو وخت ورکړی دی.

زرغونه احمدي چې د بشري حقونو یوه فعاله ده او له یو نیم کال راهیسې په پاکستان کې کډواله ده ازادي راډیو ته يې وویل، له دغه هېواده د افغان کډوالو د جبري شړلو په اړه اندېښمنه ده.

هغې ازادي راډیو ته وویل:

"موږ هیله لرو چې دا ستونزه ژر تر ژره هواره شي او موږ ټول خپل اصلي هدف ته ورسیږو، ځکه چې موږ افغانستان ته د بېرته ستنېدو هیڅ لاره نه‌لرو چې دا د دې سبب کېږي چې موږ له ګواښونو سره مخ شو او د مرګ لامل به مو شي. او نه هم موږ له پاکستان څخه بهر ته چې زموږ اصلي هدف دی، کومه لار لرو، په يوه سرګردانه حالت کې پاتې يو."

پېښور کې هم د بېلابېلو ګوندونو استازو له پاکستاني حکومت څخه په زوره د افغان کډوالو د نه ویستو غوښتنه کړې

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ درې ورځې وړاندې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د هغو افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکړي چې خونديتوب ته اړتیا لري او په دغه هېواد کې یې پناه اخیستې ده.

تر دې وړاندې په پاکستان کې یو شمېر افغان کډوالو او په پېښور کې د افغان بندیانو د مدافع وکیلې منزه کاکړ ادعا کړې وه چې، یو شمېر افغانان د کډوالۍ کارتونو او د اوسېدو نورو اسنادو لرلو سره - سره د پاکستاني پولیسو له‌خوا نیول شوي دي.

تازه د پاکستان د موقت حکومت د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي ویلي چې له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو په ګډون د نا قانونه کډوالو د ایستلو د پلان په عملي کولو کې هیڅ ډول جوړجاړی نه‌شته.