رسنۍ: زورورو زلزلو په یوه اوونۍ کې افغانستان ته په څلورم وار ټکان ورکړ

د هرات ښار یوه څنډه

ډېرو لوېدیځو ورځپاڼو د افغانستان په هرات ولایت کې د پر له‌پسې زلزلو په اړه لیکنې او راپورونه خپاره کړي دي.

"زورورو زلزلو یوازې په یوه اوونۍ کې افغانستان ته په څلورم وار ټکان ورکړ."

دا د نیویارک ټایمز د هغه راپور سرلیک دی چې په پرونۍ ګڼه کې یې خپور کړی دی.

له دې راپور سره د زلزله ځپلو ځایونو او ټپیانو عکسونه مله دي.

ورځپاڼه وايي چې پرون سهار وختي په هرات کې څو زلزلې وشوې، خو لومړی یې د ریښتر په حساب شبږ اعشاریه ۳ درجې او دوهمه یې ۵ اعشاریه ۴ درجې وه.

نیویارک ټایمز د زلزلې د مرکز او له کبله یې د لږترلږه ۱۵۰ تنو د ټپي کېدو له یادونې وروسته د محمد غزنوي په نوم د هرات ښار د یوه، دېرش کلن ځوان د لالهانده ژوند په اړه کښلي چې نوموړي د تېرې اوونۍ د شنبې د ورځې له زلزلې وروسته په میدان خېمه درولې وه او له خپلو دوو ماشومانو او ماندینې سره یې سړه شپه په خېمه کې سبا کوله.

نیویارک ټایمز د غزنوي په قول لیکلي چې پرون سهار تر زلزلې مخکې یې په خیمه کې ساړه وشو او فکر یې وکړ چې نور به زلزله نه کېږي نو خپل اپارتمان ته لاړ.

غزنوي وايي، اپارتمان ته له تلو وروسته یې مېرمنې چای دماوه چې بیا زلزله وشوه، آی پډ یې له مېزه ولوید او شیشه یې ماته شوه، دی، مېرمن او دوه ماشومان یې په منډه له اپارتمانه ووتل.

غزنوي وايي چې اوس یې پرېکړه کړې چې غزني ته کډه وکړي ځکه چې تر کله به د زلزلو له لاسه په میدان شپې تېروي.

دې ته ورته حالت د نورو هراتیانو دی.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تر دې دوې ورځې وړاندې هم د هرات د زلزله ځپلو په اړه یو مفصل راپور خپور کړی و.

په هغه لیکنه کې راغلي وو چې له درېیو سترو زلزلو وروسته په هر ځای کې له وېرې څوک ویده کېدای نه شي مګر دا چې د باندې څملي.

نیویارک ټایمز لیکي، د هرات د تېرې اوونۍ د سختې زلزلې وېره په ټول ولایت کې خپره ده.

د ښار په عمومي پارکونو، کوڅو او د سړکونو د منځ په چمنونو کې موقتي خیمې لیدل کېږي او کورنۍ، چې په خپلو کورونو کې د شپې له ویده کېدو ډارېږي، هلته شپه سبا کوي.

نارینه د جوماتونو پر ځای په واټونو کې لمونځ کوي او دعا کوي چې د زلزلو له ورانیو یې نور خلاص کړي.

دولتي ادارې له خلکو تشې دي، حتی د صرافۍ مارکېټ، چې یو وخت پرې ډېر بیروبار و، اوس بند دی. په ښار کې یوازېنی ځای چې هلته ګڼه ګوڼه ده، هغه هوايي ډګر دی. هغه کسان چې د الوتکې د ټکټ وس لري، هڅه کوي چې له هراته ووځي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د هرات په زلزلو کې شاوخوا ۱۳۰۰ تنه مړه شوي او کابو ۱۷۰۰ نور ژوبل شوي دي.

د بریتانیا میرر ورځپاڼې هم د هرات په پرونۍ زلزله لیکنه خپره کړې.

په دې لیکنه کې د زلزلې له کبله د لسګونو کسانو د ټپي کېدو او څو نورو د مړینې یادونه شوې او د زلزله ځپلو سیمو عکسونه یې خپاره کړي دي.

په یوه عکس کې څو ښځې او ماشومان لیدل کېږي چې د شګو او دوړو د توپان په منځ کې یې خپله کډه په خره بار کړې او نامعلوم لور ته درومي.