د تخار د یو شمېر ښځو اعتراضیه غونډه؛ د طالبانو لخوا د نیول شویو ښځینه فعالانو د خوشې کیدو غوښتنه یې وکړه

یو شمېر معترضې ښځې - تصویر له ارشیفه

د تخار د ښځو اعتراضي غورځنګ نن په یوه په یوه اعتراضیه غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو د حکومت له خوا د ښځو د فعالانو د نیولو د مخنیوي په برخه کې عملي اقدامات وکړي.

د دې غورځنګ غړو په خپل پرېکړه ليک کې، چې د دغه غورځنګ د کليزې په مناسبت يې خپور کړى، بيا هم له نړيوالې ټولنې وغوښتل چې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو سياستونه د "جنسي اپارتاید" په توګه وپېژني.

د تخار د ښځو د اعتراضي غورځنګ یوې غړې پاریسا مبارز ازادي راډيو ته وویل چې دوی لا هم د حکومت له خوا د طالبانو په بند کې د اعتراض کوونکو ښځو د خلاصون غوښتنه کوي.

هغه زیاتوي:

"د نن ورځې پروګرام د اعتراض کوونکو ښځو او د ښځو د حقونو د فعالانو د زنداني کیدو په تړاو و. موږ د هغوی د خلاصون او په افغانستان کې د جنسیتي اپارتید د په رسمیت پیژندلو غوښتنه کوو."

دا په داسې حال کې ده چې د افغان معترضې میرمنې ندا پرواني، میړه او زوی له نیول کېدو یې څه باندې یوه میاشت تېرېږي، او د بلې هغې جولیا پارسي له نیول کېدو ۱۸ ورځې تېرې شوې دي.

د ښځو د حقونو يو شمېر فعالان وايي، تر اوسه د دغو اعتراض کوونکو مېرمنو او د دوی د کورنيو د غړو د برخليک په اړه څه نه دي ويل شوي او د دغو اعتراض کوونکو ښځو وضعيت اندېښمن کړي دي.

د ښځو پر وړاندې د طالبانو سیاستونه تل د افغان ښځینه فعالانو له اعتراضیه حرکتونو سره مخ شوي

د دوى په وينا، تر اوسه د دغو بنديانو خپلوانو او کورنيو ته د دوی د دوی د وضعیت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د ښځو د حقونو یوې فعالې مونسې مبارزازادي راډیو ته وویل:

"تر اوسه پورې، په دې اړه هیڅ معلومات نشته او نه هم کوم پرمختګ شوی چې ایا دوی روغتیایی خدمتونو، وکیلانو او حقوقي خدمتونو ته لاس رسی لري او که نه. موږ د جولیا په اړه ډیر اندیښمن یو، ان د هغې د بند ځای هم معلوم نه دی."

د طالبانو حکومتي چارواکو تر اوسه د ندا پرواني او جولیا پارسي د نیولو د ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

په دې اړه مو د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت له ویاند عبدالمتین قانع نظر هم وپوښت، خو هغه د راپور تر خپرېدو پورې زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

په همدې حال کې په جرمني کې د تمنا زریاب پریاني او د ښځو د حقونو د یو شمېر نورو فعالانو اعتصاب شپاړسمې ورځې ته وغځېد.

ښځینه فعالې تمنا زریاب په جرمني کې د افغان ښځو د عدالت غوښتنې په موخه د نه خوړو اعتصاب کړی

د تمنا زرياب پریاني خور زرمينې پریاني له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل چې نړۍ افغانې مېرمنې هېرې کړي او د نړۍ د نورو پېښو له امله د افغانستان د ښځو وضعيت ته پام نه کېږي.

هغه زیاتوي:

"ټولنې باید په دوو کلونو کې د افغان ښځو لپاره څه کړي وای چې تر اوسه یې نه دي کړي. د وروستۍ هېلې په توګه موږ د پرلت له لارې مبارزه کوو، دا د بشري حقونو د سازمانونو د چوپتیا پر ضد مبارزه ده."

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو بیاخلي له واک ته رسېدو وروسته، د نجونو پر زده کړو، کار، ټولنیزو فعالیتونو او له محرم پرته د د دوی په لرې واټن سفرونو بندیز ولګاوه.

د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال د ښځو د حقونو یو زیات شمېر فعالان، د بشري حقونو فعالان، د پوهنتون استادان او خبریالان نیول شوي، چې یو شمېر خوشې شوي او یو شمېر نور لا هم د طالبانو په بند کې دي.

دا مهال د مېرمن پرواني او اغلې پارسي تر څنګ خبریال مرتضی بهبودي، د پوهنتون استاد رسول پارسي او د زده کړو فعال مطیع الله ویسا هم د طالبانو په زندان کې دي.

که څه هم د دغو کسانو نیول کېدو ګڼ غبرګونونه راپارولي دي، خو د طالبانو حکومت تر اوسه د دوی د خلاصون غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ویلی او نه یې هم د ځینو نیول کېدل تایید او يا رد کړي دي.