د هرات نننۍ زلزلې؛ د مړو شمېر دوه او د ټپیانو ۱۶۰ ته لوړ شوی

AFGHANISTAN-QUAKE

سیمه ییز طالب چارواکي وايي، هرات ښار او یو شمېر ولسوالۍ نن سهار دوو شدیدو زلزلو لزړولي چې په پایله کې یې دوه تنه مړه شوي او ۱۶۰ نور ټپيان دي.

په هرات کې د طالبانو حکومت د والي ویاند نثاراحمد الیاس ازادي راډیو ته وویل:

"له بده مرغه د تېرې اوونۍ له زلزلو وروسته، نن سهار بیا هم په هرات کې سخته زلزله وشوه چې ښار او ولسوالۍ یې ولړزولې. د هرات حوزوي روغتون ته دوه تنه مړه او ۱۶۰ ټپیان ور وړل شوي دي. "

د هرات د والي د ویاند په خبره، دې زلزلې د ښار په ګډون، زنده‌جان، کوهسان، ګلران، رباط سنګي، ګذره او اوبه ولسوالۍ کې خلکو ته مالي او ځاني زیان اړولی او د ده له قوله، یوازې یې رباط سنګي ولسوالۍ کې ۲۸۲ کلیو کې یې د خلکو کورونه بشپړ یا هم نیم ویجاړ کړي دي.

د امریکا متحده‌ایالاتو د امریکا متحده‌ایالاتو جیولوجیکي سروې ادارې په خپله ویب‌پاڼه لیکلي، لومړۍ زلزله د افغانستان په وخت په ۸ بجو او ۶ دقیقو شوې او د شدت کچه یې د ریښتر په کچه ۶،۳ درې درجې وه. .

دویمه بیا د سهار په ۸ او ۲۶ دقیقو شوې چې دې ادارې یې د شدت کچه د ریښتر په کچه ۵،۴ درجې ښودلې ده.

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت بیا د ننیو زلزلو له امله خلکو ته د اوښتو زیانونو او په اړه معلومات ازادي راډیو سره شریک نه‌کړل.

هاخوا په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام وايي، دا د تېرې اوونۍ له شنبې راهیسې په هرات کې ولایت کې اوومه زلزله ده چې ښار او ولسوالۍ یې لړزوي.

هرات له تېرې اوونۍ راهیسې په وقفه یي ډول زلزلو سخت ځپلی

د هرات یو شمېر اوسېدونکي چې زلزلو کې یې کورونه هم ویجاړ کړي وايي، خلک د پرله‌پسې زلزلو له امله تر دې حده وېرېدلي چې له دې ولایته یې نورو سیمو ته په تلو پیل کړی.

د هرات ښار اوسېدونکي قدیر صالحي ازادي راډیو ته وویل، ننۍ زلزلې په ډېرو ښاري سیمو او ولسوالیو کې د خلکو کورونه نړولي دي.

صالحي زیاتوي:

"د اول پوستې په سیمه، د ګلران په قاشقي، افضل او شکرآب او اسحاق سلیمان کې یې د خلکو کورونه ویجاړ شوي دي. "

د هرات یو بل اوسېدونکی اسماعیل ازاد بیا زلزله ځپلو سره د مرستو په رسولو هم نیوکه کوي او وايي، د مرستو د وېش بهیر او زلزله ځپلو ته یې رسول پڅ او غیر منظم دي.

ازاد وویل:

"له بده مرغه په هرات کې وضعیت ډېر ترینګلی دی. خلک ټول له خپلو کورونو وتلي دي. د مرستو رسولو بهیر ډېر ورو روان دی. که څه هم هراتیانو سره د مرستو په برخه کې ډېرې ژمنې شوي، خو زلزله ځپلو سره هغه ډول چې باید مرسته شوې وای، نه‌ ده شوې. "

زلزله ځپلي د مرستو له نه رسیدو شکایت لري

د طالبانو حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت بیا د دې نیوکو په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه‌کړه، خو له دې وړاندې یې ټول زلزله ځپلیو سره د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی دی.

له هرات سربېره، د امریکا متحده‌ایالاتو جیولوجیکي سروې ادارې د افغانستان په شمال او مرکزي سیمو کې د څلورو نورو زلزلو خبر ورکړی دی.

خو د د دې زلزلو شدت د ریښتر په کچه د هرات د زلزلو په پرتله دوه درجې کم ښودل شوی دی.

د طالبانو حکومت د افغانستان په شمال او مرکزي سیمو کې د څلورو نورو زلزلو په اړه خلکو ته د اوښتو زیانونو په اړه هم څه‌ نه‌دي ویلي.