نیویارک ټایمز: په هرات کې له سترو زلزلو وروسته خلک ویده کېدای نه شي

په هرات کې د وروستیو مرګونو زلزلو وروسته اوس خلک له وېرې له کورونو بهر شپې تېروي.

نیویارک ټایمز:

له درېیو سترو زلزلو وروسته، په هر ځای کې له وېرې څوک ویده کېدای نه شي مګر دا چې دباندې څملي.

دا د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د هغې لیکنې سرلیک دی چې د افغانستان د هرات د وروستیو زلزلو په اړه یې خپره کړې ده.

د دې لیکنې تر سرلیک لاندې د هرات د تاریخي جامع جومات عکس خپور شوی چې په انګړ کې یې ګڼ شمېر خیمې، ماشومان او ښځې لیدل کېږي. دا هغه کسان دي چې د لزلې له خطره یې دلته پناه راوړې ده.

نیویارک ټایمز لیکي، د هرات د تېرې اوونۍ د سختې زلزلې وېره په ټول ولایت کې خپره ده. د ښار په عمومي پارکونو، کوڅو او د سړکونو د منځ په چمنونو کې موقتي خیمې لیدل کېږي او کورنۍ، چې په خپلو کورونو کې د شپې له ویده کېدو ډارېږي، هلته شپه سبا کوي.

نارینه د جوماتونو پر ځای په واټونو کې لمونځ کوي او دعا کوي چې د زلزلو له ورانیو یې نور خلاص کړي.

دولتي ادارې له خلکو تشې دي، حتی د صرافۍ مارکیټ، چې یو وخت پرې ډېر بیروبار و، اوس بند دی. په ښار کې یوازینی ځای چې هلته ګڼه ګوڼه ده، هغه هوايي ډګر دی. هغه کسان چې د الوتکې د ټکټ وس لري، هڅه کوي چې له هراته ووځي.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، یوازې په ۵ ورځو کې په هرات کې ۳ لویې زلزلې شوي چې نږدې ۱۳۰۰ تنه یې مړه کړي او کابو ۱۷۰۰ نور یې ژوبل کړي دي.

له هرات ښاره دباندې په تېره بیا په زنده جان ولسوالۍ کې یو شمېر کلي په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

هرات ښار له ښه مرغه له دې لوی ناورینه ژغورل شوی. اپاراتمانونه، دولتي ودانۍ او یو شمېر تاریخي ځایونه یې زیانمن شوي، خو د کلیوالو د خټینو یا پخڅه‌يي کورونو په شان وران شوي نه دي.

هرات ښار، چې یو مهال د منځنیو پېړیو د اسلامي ثقافت مرکز و او شاعران او پوهان پکې تېر شوي، اوس د خیمو په ښار بدل شوی دی.

هیڅوک نه پوهېږي چې زلزلې به کله ودرېږي.

ګڼو نورو لوېدیځو مطبوعاتو هم د هرات پر زلزلې لیکنې خپرې کړي دي.

سټرېټس ټایمز:

سټرېټس ټایمز ورځپاڼې د امریکا له لوري د هرات زلزله ځپلو ته د نږدې ۱۶ نیم میلیون ډالره مرستې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې متحد ایالتونه به له دې پیسو د دوولس میلیون ډالرو بشري مرسته په فوري ډول مهیا کړي.

دې ورځپاڼې همداراز لیکلي چې د امریکا له لوري دا مرسته په داسې حال کې اعلانېږي چې مرستندویو موسسو د هرات له زلزله ځپلو سره د فوري مرستو عمومي غوښتنه وکړه.

یو ایس ایډ یا د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې ویلي له افغانانو سره بشري ته دوام ورکوي.