هرات کې دوهمه زلزله؛ د یوه تن د مړینې او ۱۵۲ نورو ټپي کېدو خبر ورکړل شوی

په هرات کې د تېرې شنبې د زلزلې له کبله تراوسه د مړو شمېر ۱۲۹۴ ته رسېدلی دی.

طالب چارواکي وايي، په هرات کې د نن سهار زلزلې هم د مرګ‌ژوبلې په ګډون پراخ مالي زیان اړولی دی.

د طالبانو د حکومت چارواکي مني چې په هرات ولایت کې د نن سهار زلزلې هم خلکو ته ډېر زیان رسولی دی.

د دې ولایت لپاره د طالبانو حکومت د والي ویاند نثاراحمد نن ازادي راډیو ته وویل، سهار ۵ بجې او ۱۵ دقیقې وې چې د هرات ښار په ګډون ډ‌ېر شمېر ولسوالۍ زلزلې ولړزولې او خلک یې زیانمن کړل.

هغه زیاته کړه: "په رباط سنګي، انجیل، کرُخ، ګلران، غوریان، کوهسان، زنده‌جان ولسوالیو کې یو شمېر کلي ویجاړ شوي دي. ټپیان مو لرل، روغتیايي ټیمونو روغتونونه ته لېږدولي دي."

که څه هم د هرات د والي ویاند په ننۍ زلزله کې د مړو او ټپیانو د کره ارقامو په اړه څه و نه ویل، خو د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس د ځايي روغتیايي چارواکو له قوله، د یوه تن د مړینې او ۱۵۲ نورو ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

په ورته وخت کې هرات ولایت لپاره د طالبانو حکومت د اطلاعاتو و فرهنګ رییس او زلزله ځپلو ته د رسېدنې کمېسیون مشر احمد الله متقي ازادي راډیو سره مرکه کې په پېښه کې د ۱۲۰ کسانو ټپي کېدل تایید کړل، خو دا یې هم وویل چې دا لومړي ارقام دي او د بدلون احتمال یې شته.

په هرات کې د شنبې د ورځې زلزله کې بیا نږدې ۲۰۰۰ تنه مړه شوي او له دوو زرو ډېر ټپیان شوي وو او تر خوا یې نږدې ۲۰۰۰ کورونه هم نړېدلي.

هغه دا هم وویل، په دې زلزله کې د قربانیانو شمېر له دې امله کم دی چې د تېرې زلزلې د وېرې له امله لا هم ډېر خلک خپلو کورونو ته نه‌وو ستانه شوي.

د شنبې ورځې زلزلې د هرات په زنده‌جان او غوریان ولسوالیو کې ډېر خلک زیانمن کړل. هلته نږدې ۲۰۰۰ تنه مړه شوي او له دوو زرو ډېر ټپیان شوي وو او تر خوا یې نږدې ۲۰۰۰ کورونه هم نړېدلي وو.

په همدې حال کې په افغانستان کې له ماشومانو د ملګرو ملتونو د ملاتړ وجهي صندوق وايي، په هرات کې د شویو زلزلو ۹۰ سلنه قربانیان ښځې او ماشومان دي.

له دې وړاندې په هرات کې د یو شمېر خیریه موسسو کارکوونکو چې سیمې ته د مرستو رسولو لپاره تللي ازادي راډیو ته ویلي و، د ماشومانو او ښځو د مړو او ټپیانو شمېر ځکه لوړ دی چې د زلزلې پر مهال دوی په کورونو کې وو.

خو د طالبانو په حکومت نیوکه ده چې لا یې هم له شنبې راهیسې د شویو زلزلو په اړه دقیق او وروستي ارقام رسنیز کړي نه‌دي.

د هرات یو شمېر اوسېدونکو نن ازادي راډیو ته وویل، د زلزلې شدت د مخکنۍ په څېر قوي و او دوی یې سخت وېرولي دي.

د هرات ښار د اتمې ناحیې اوسېدونکې ملکه وايي: "له ده مرغه زلزله دومره قوي وه چې زموږ کور یې زیانمن کړ. دهلیز او خونو کې مو درزونه راغلي. ډاډه که یوه بله زلزله وشوه، کور مو نړېږي."

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوې تصویرونو کې لیدل کېږي چې د نن سهار زلزلې د اختیارالدین تاریخي کلا او د هرات د ځینو منارونو پاسنۍ برخې هم نړېدلي دي، خو د طالبانو د حکومت چارواکو رسماً په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د هرات په زنده جان کې د زلزلې له کبله د اوښتو زیانونو یو انځور

د هرات بله اوسېدونکې سارا هم وايي، زلزلې یې کور تخریب او اوس دومره امکانات هم نه‌شته چې بېرته یې جوړ کړي.

رویټرز خبري اژانس د جرمني د جیوساینسي تحقیقاتي مرکز په حواله راپور لیکلي، دې زلزلې چې شدت یې د ریښتر په مقیاس د شنبې ورځې د زلزلې په څېر ۶،۳ درجې و، د هرات ولایت په ۳۴ کیلومټرۍ کې سیمې ولړزولې.

د خبر له مخې نننۍ زلزله د ځمکې په لس کیلومټره ژور تل کې شوې ده. د امریکا د جیولوجيکي سروې ادارې هم تایید کړې چې د زلزلې شدت ۶،۳ درجې و.