د اسراییل او فلسطین د جګړې دوام، دواړو لورو ته نژدې ۱۲۰۰ تنه وژل شوي

د جګړې یوه څنډه

د اسراییل پوځ وایي، چې د حماس سخت دریځو په ناببره او غلچکۍ جګړه کې د ۷۳ سرتیرو په ګډون له ۷۰۰ زیات کسان په اسراییل کې وژل شوي دي.

د فرانس پریس خبري اژانس په وینا،د اسراییل د فاعي ځواکونو نن دوشنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جګړو کې د دوی لوري ته شاوخوا ۱۲ سوه کسان ټپيان شوي هم دي.

پر اسراییلو د حماس د وړمې ورځې برید د مرګ ژوبلې له پلوه په تېرو لسیزو کې بې ساری بلل شوی دی او پر مهال یې حماس ۱۳۰ ملکي او پوځي اسراییلیان له ځان سره اسیران کړي هم دي.

بل لورته اسراییلي ځواکونو په غچ اخستونکي اقدام کې پرون او نن پر غزې تراړې چې دوه اعشاریه درې میلیونه وګړي په کې اوسیږي، درنې بمبارۍ کړي دي.

دغو بمباریو کې د غزې دننه ګڼې ودانۍ، سمڅې او لږ تر لږه یو مسجد له منځه وړل شوی او د فلسطین د عامې روغتیا وزارت د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۴۹۳ یاد کړی دی.

د اسراییل پوځ د خپلو دغو عملیاتو اهداف د حماس وسله والو" د پوځي او حکومتي وړتیاوو " له منځه وړل په ګوته کړي او د اسراییل صدر اعظم بنیمین نتنیاهو سختې او اوږدې جګړې ته د چمتوالي خبره کړې ده.

د اسراییل د پوځ چارواکو ویلي پر غزه او شاوخوا سیمو یې نن سهار او تېره شپه د حماس او نورو جهادي سخت دریځو شاوخوا زر اهداف په نښه کړي دي.

د غزې د بمباریدو یوه شېبه

په دغو حملو کې له جنګي جیټ الوتکو، هلي کاپټرو او توپونو څخه کار اخیستل شوی دی.

اسراییل پر غزې دغه هوایي بریدونه داسې مهال کړي، چې د غې سیمې ته نژدې د اسراییل په شاوخوا ۸ موقعیتونو کې ځمکنۍ جګړه روانه ده.

د جرمني ډي.پي.اې خبري اژانس د اسرایل د دفاع وزیر یواو ګالانت په حواله ویلي، چې دوی به غزه په بشپړ ډول محاصره کړي او دغې سیمې ته به د برېښنا، خوړو او سون توکو د لېږد مخه ونیسي.

په غزه کې چې کنټرول یې ۲۰۰۷ کال کې حماس وسله والې ډلې اخیستی له وړاندې بشري وضعیت نازک ښودل شوی دی.

ملګرو ملتونو ویلي، د وروستیو شخړو له کبله ۱۲۳ زره کسان د غزې دننه له خپلو مېنو بې ځایه شوي ، دوی کې ځینې کسان له ویرې او یوشمېر نور بیا د اسراییل په بریدونو کې د کورونو له نړېدو وروسته کډه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې اوچا ویلي، د اسراییل په بریدونو کې ۱۵۹ کورونه بشپړ ویجاړ او ۱۲۱۰ نور سخت زیانمن شوي دي.

د دوی په وینا دغو بریدونو د شاوخوا څلور لکه کسانو د اوبو او روغتیایي خدمتونو تاسیسات او څو روغتیایي مرکزونه هم تخریب کړي دي.