له مرستو نه رسیدو شکایت؛ د هرات یو شمېر اوسیدونکي: خلک تر خاورو لاندې دي، هېڅوک مرستې ته نه دی رسیدلی

یوه زلزله ځپلې سیمه

د هرات ولايت د بېلابېلو زلزله‌ځپلیو سيمو اوسېدونکي وايي، د تېرې ورځې د زلزلې له امله دغلته خلک بې‌کوره شوي دي چې او‌س‌مهال د روغتيايي، خوراکي توکو او د سرپناه له ستونزو سره مخ دي.

فريدون چې د هرات د زنده‌جان ولسوالۍ اوسېدونکی دی د مرستو په اړه يې ازادي راډيو ته وويل:

" په زنده‌جان او انجيل کې تر نن سهار تقريباً ۵۰ کورونه له ځمکې سره اوار شوي دي، خلک تر خاورو لاندې دي، تر اوسه يو نفر هم هلته د مرستې لپاره نه‌دی تللی."

نوموړی وايي، د هرات په نورو سيمو کې چې هم خلکو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي دي، تر دې دمه ورسره هيڅ ډول مرسته نه‌ده شوې.

د هرات ولايت د مرکز اوسېدونکی تنوير عليزی بيا له مرسته کوونکو ادارو غواړي، چې ژر تر ژره خلکو سره مرستې وکړي.

د ده په ټکو د مرستو د نه رسېدو له امله به يو بشرين ناورين رامنځته شي.

علیزی وایي:

" دلته خلک د خوراکي موادو له کمښت سره مخ دي، د څښلو اوبه نه‌شته، خلک له ډېرو ستونزو سره مخ دي، د روغتيايي ټيمونو شمېر کم دی، د مړو او زخميانو شمېر زښته ډېر دی، له ټولو نهادونو، ملي سوداګرو او حکومت څخه غوښتنه کوو چې مرستې وکړي."

په هرات کې له تېرې ورځې زلزلې راهيسې ټپيان د وينې له کمښت او لومړيو روغتيايي اسانتياو ته هم له‌دې امله په سخته لاس‌رسی پيدا کوي، چې د سيمې د اوسېدونکو په خبره د ټپيان شمېر زيات دی.

یوه بله زلزله ځپلې سیمه

که څه هم پېښو ته د رسېدلو په چارو کې د طالبانو د حکومت د دولت وزارت د نن ورځې په جریان په هرات کې د شویو زلزلو په اړه بیلابیلې شمېرې خپرې کړې، خو په ورستي ځل یې په دغه پېښه کې د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۴۰۰ زیات اعلان کړ.

د دغه وزارت ویاند ملاجان سایق دغه شان ازادي راډیو ته وویل چې د پېښې د ټپیانو شمېر ۲۴۴۰ تنو ته رسېدلی دی.

د کلي خيريه بنسټ مسؤل مجيب محمدي وايي، له تېرې ورځې راهيسې يې لسګونه رضاکاره ځوانان راټول کړي دي، څو ټپيانو ته وينه ورکړي.

هغه هم د مرستو د پڅ بهير او سرپناه د نه‌شتون يادونه کوي او وایي:

" د شپې ډېرې کورنۍ له کورونو څخه وتلې وې، څوک دښتو ته تللي وو، څوک باغونو ته او څوک د سړک په عمومي واټونو کې يې خېمې درولې وې، ماشومان، مېرمنې او سپين ږيري وتلي وو، هوا هم د شپې له‌خوا سړه ده، ګوزاره نه‌کېدله، د سړې هوا له امله د ماشومانو د ناروغۍ وېره هم شته."

خو د طالبانو د حکومت پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، دوی سيمه کې خلکو ته د لومړنيو خوراکي توکو د رسولو او دغه شان د لنډمهاله سرپناه چمتو کولو په برخه کې مرسته کړې ده.

د ياد وزارت وياند ملا جانان سايق نن د يو رسنيز کنفرانس پر مهال خبريالانو ته وويل:

" د دغې پېښې له رامنځته کېدو وروسته مو د پېښې د قربانيانو د درملنې په موخه هڅې کړي دي، د ملي او نړيوالو بنسټونو په ګډون لس د لټون او ژغورنې ټيمونه جوړ شوي دي او سيمې ته لېږل شوي دي. په زنده‌جان ولسوالۍ کې د زيانمنو خلکو لپاره د څښاک اوبه، خوراکي توکي او لنډمهاله سرپناه چمتو شوې ده."

افغاني سرې مياشتې ټولنې هم پر خپله ايکس‌پاڼه د هرات زلزله‌ځپليو سيمو ته د مرستو د رسولو خبر ورکړی دی او ويلي يې دي چې دا لړۍ به دوام لري.

د زلزلې له امله یو شمېر بې کوره شوي ماشومان

د دې ترڅنګ د طالبانو د حکومت د اقتصاد وزير دين محمد حنيف هم نن يو مطبوعاتي کنفرانس کې وويل، دوی غواړي يوه کمېټه جوړه کړي او بيا سيمې واستوي څو د مرستې رسونې برخه کې همغږي رامنځته شي.

سيمه کې داسې مهال خلک د مرستو له پڅ بهير او د مرسته کوونکو ادارو له نه پاملرنې شکايت کوي چې، نن له غرمې وروسته د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان پر خپله فېس بوک پاڼه وليکل چې د نړيوال جام له لارې په ترلاسه کېدونکو پيسو به د هرات، بادغيس او نيمروز له زلزله‌ځپلي سره مرستې وکړي.

دغه شان افغان سوداګر او د عزيزي بانک مشر ميرويس عزيزي هم پر خپله ايکس‌پاڼه ليکلي، چې د عزيزي بنسټ له لوري سر له نن له زلزله‌ځپليو سره مرستې پيل شي.

د امريکا د جيولوژي د سروې د ادارې د اټکل له‌مخې، د ريښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزله چې پرون وشوه د افغانستان لوېديځې برخې يې ولړزولې.

يادې زلزلې د هرات ولايت مرکز په ګډون د دغه ولايت زنده‌جان، کشک رباط سنګي ولسوالۍ ولړزولې او په بادغيس، فراه او نيمروز ولايتونو کې يې هم ټکانونه حس شوي دي.