پاکستان په کراچۍ بندر کې د افغانانو پر سوداګریزو مالونو نوي بندیزونه لګولي

د کراچۍ بندر یوه څنډه

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول وايي، د پاکستان حکومت په کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو پر سوداګريزو مالونو بنديزونه لګولي دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګریزو ستونزو په دوام، تازه د پاکستان حکومت کراچۍ بندر کې پر افغان سوداګرو بنديزونه لګولي دي.

هغه مکتوب، چې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې له لوري د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ته استول شوی او ازادي راډيو یې یوه کاپي ترلاسه کړې په‌کې راغلي چې د پاکستان حکومت کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو پر سوداګريزو مالونو بنديز لګولی دی.

په دغه مکتوب کې راغلي چې له پاکستان د مالونو راوړلو دوه لېستونه د 'حساس او منفي' په نوم شته چې په منفي لېست کې 'د موټرو پرزې او سګرېټ' شامل دي چې پر راوړلو يې بنديز دی.

خو په حساس لېست کې 'رختونه، ټايرونه، تور چای، کورني توکي، د سينګار توکي' او دې ته ورته نور توکي شامل دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول خان جان الکوزي ازادي راډيو ته وويل، د پاکستان حکومت د حساس لېست توکي هم په منفي لېست کې شامل کړي دي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول خان جان الکوزی

نوموړی وايي: "اوس زموږ مالونه هلته پراته دي او يو څه پر لاره دي. زموږ هيله دا ده چې دغو مالونو ته د پخوا په څېر اجازه ورکړل شي او موږ ته درې مياشتې وخت راکړل شي، که چا په دغو شرايطو مال راوړو را دې يې وړي، که يې نه راوړ، نه‌دې يې راوړي."

الکوزی وايي، پاکستان غواړي چې زموږ ټرانزيټ په کراچۍ بند کړي او دا کار یې کړ.

د نوموړي په خبره دا دا دواړو هیوادونو په زیان دی، ځکه په خبره یې دوی اوس اړ دي چې له چابهار او بندر عباس څخه استفاده وکړي چې په دې سره به یې په ټکو مرکزي اسيا سره د پاکستان اړيکې هم پرې شي.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مکتوب چې ازادي راډيو یې یوه کاپي ترلاسه کړې ده، د پاکستان له لوري په‌کې افغان سوداګرو ته درې شرطونه وړاندې شوي چې په‌کې د حساسيت لېست زيات شمېر مالونه به منفي لېست کې شامل شي.

دغه شان دويم شرط کې ويل شوي، هغه مواد چې افغانستان کې يې د پاکستان په پرتله تعرفه ټيټه ده، لس سلنه فيس به ترې اخيستل کېږي، ترڅو ګمرکي محصول یې د پاکستان له تعرفې سره برابر شي.

د افغان سوداګرو د ټرانزيټ مالونو د بيمي شرکت ګرنټي به د بانکي تضمين سل سلنه ته واړول شي، هغه مورد چې د درېيم شرط په توګه وړاندې شوی دی.

په ورته وخت کې یو شمېر افغان سوداګرو، ازادي راډي سره په خبرو کې د پاکستان حکومت نوې پرېکړه د نړيوالو قوانينو خلاف وبلله.

افغان سوداګر افغان ځدران ازادي راډیو ته وویل: "دا چې پاکستان وايي، اوس به لس سلنه تاسو موږ ته ماليه راکوئ، دا د ټرانزيټ د اصولو خلاف کار دی، دا سوداګريز توکي خو د افغانانو دي، پر دوی باندې، خو دوی د ماليې حق نه‌لري. دوی ته موږ د ټرانزېټ فيس ورکوو، د ټرانزيټ ټول اصول پر ځان پلي کوو، دوی له افغان سوداګرو سره يو زياتی کوي."

حاجي عبدالاحد چې د وچې مېوې سوداګر دی وايي، هم وايي چې دا پرېکړه د دواړو هېوادونو په زیان ده.

هغه وویل: "دا کومه پرېکړه چې پاکستان کړې ده، دا واقعاً له نړيوالو اصولو مخ اړول دي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ چې سوداګريزه برخه کې کومه موافقه ده، دا پرېکړه د هغې هم خلاف ده. دا د دواړو هېوادونو اړيکو ته هم زيان رسوي، افغان سوداګرو ته هم زيان رسېږي."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل په‌دې اړه د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مسوولانو نظر هم ولري، خو وياند يې عبدالسلام جواد له ژمنې سره سره د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې يو مسوول خان جان الکوزی وايي، افغان سوداګرو ته دې درې مياشتې وخت ورکړل شي، ترڅو يادو شرطونو ته چمتووالی ولري.

پاکستان په کراچۍ بندر کې پر افغان سوداګرو دا بنديز داسې مهال لګوي چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې يې د تورخم دروازه درې ځلي د افغان سوداګريزو توکو په ځانګړي ډول د تازه مېوو او سبزيو د موټرو پر مخ تړلې چې د افغانستان د سوداګرۍ خونې د مسوولانو په وينا، له امله يې دواړو خواو ته شاوخوا دوه ميليون ډالر زيان اوښتی دی.