هیدر بار: افغان ښځې باید د خپل هېواد د راتلونکي په ټولو بحثونو کې شاملې وي

یو شمېر معترضې افغانې مېرمنې - ارشیف

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د ښځو د څانګې مرستیاله هیدر بار وايي، په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو وضعیت ته په کتو باید افغان مېرمنې د خپل هېواد د راتلونکي په اړه په هر ډول خبرو اترو په ځانګړي ډول د سولې د هڅو په اړه د ملګرو ملتونو غونډو کې ګډون ولري.

مېرمن بار د سه‌شنبې په ورځ په خپل ایکس‌پاڼه کې د ښځو، سولې او امنیت د مدني ټولنې پرانیستی لیک شریک کړ او زیاته یې کړه، چې د بشري حقونو د څار سازمان د سولې د خبرو اترو په ټولو بهیرونو کې د ښځو د بشپړ ګډون په اړه او دغه راز د خپلو هېوادونو د راتلونکي په اړه دا مهم لیک لاس‌لیک کړ.

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو د ښځو د څانګې مرستیاله، هیدر بار

په دغه پرانیستي لیک کې چې ملګرو ملتونو په ادرس د ښځو د سولې او امنيت په اړه د کلنۍ غونډې له پيل مخکې ليکل شوی، له دغه سازمان څخه غوښتل شوي چې د دې کنوانسيون مطابق د سولې او امنیت په برخو کې د ښځو فعال، خوندي، معنا لرونکي او مساوي حضور ته پاملرنه وکړي.

په ياد شوي لیک کې د ښځو د بشري حقونو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودل شوې، د ۱۶ نورو هېوادونو د ښځو ترڅنګ افغانستان هم یاد شوی او ټینګار شوی، چې ښځې باید په هغو غونډو کې چې په دې اړه بحثونه کېږي، هر اړخیز، برابر اومعنا لرونکی ګډون ولري.

په لیک کې راغلي، چې له مساوي ګډون څخه هدف د ښځو ګډون بايد ۵۰ سلنه وي.

د بشري حقونو د څار ترڅنګ، د بښنې نړیوال سازمان او یو شمېر نورو سازمانونو هم دغه لیک لاس‌لیک کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ښځو د حقونو او بشري حقونو فعالان وايي، سره له دې چې افغان مېرمنې له خپلو حقونو بې برخې دي، خو د دوی استازي په غونډو کې شتون نه‌لري.

د افغانستان په اړه د امنیت شورا غونډو ته ځینې وخت د افغانو ښځو یو شمېر استازې بلل شوي، خو حضور یې کافي نه دی ګڼل شوی

د ښځو د حقونو فعاله زرغونه ولي وايي، يوازې ښځینه استازې کولای شي چې په غونډو کې د ښځو غږ پورته کړي:

نوموړې وایي:

"افغان ښځې باید په بهرنیو غونډو کې چې د ښځو او د هغوی پر برخليک یې خبرې کېږي، حضور ولري. د ښځو رښتیني استازو ته باید دا موقع ورکړل شي، تر څو د هغو د هغو مېرمنو او افغانانو غږ پورته کړي چې له تاوتريخوالي او وهلو ټکولو سره مخ دي."

د ښځو د حقونو یوه بله فعاله وږمه توخې وايي، ښځې د دې حق لري چې په هغو غونډو او خبرو اترو کې برخه واخلي چې د دوی په اړه کېږي او نړیواله ټولنه باید دې مسئلې ته پام وکړي.

نوموړې ازادي راډيو ته وويل:

"ورځ تر بلې د ښځو وضعيت افغانستان کې خرابيږي او په ټوله مانا ښځې له ټولنې څخه حذف شوي دي، په کور کېنول شوي دي، نو دې ته زياته اړتيا ليدل کېږي چې د ښځو ګډون په ټولو غونډو، په ټولو فلټ‌فارمونو کې بايد شتون لري او د دوی غږ بايد واخيستل شي."

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې افغان مېرمنو اعتراض کړی و، چې د دوحې او د ملګرو ملتونو نورو غونډو ته د دوی استازي نه و بلل شوي.

اوس‌مهال په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې ښځې او نجونې د کار، مطالعې، زده‌کړې او ځینو نورو ټولنیزو فعالیتونو په ګډون له خپلو ډېرو حقونو بې برخې دي.