د تازه مېوو یو شمېر افغان سوداګر: پاکستان مو د انګورو د موټرو پر مخ تورخم لاره تړلې ده

د ودرول شویو افغان سوداګریزو کاروانونو یوه څنډه - تورخم

د تازه مېوو يو شمېر سوداګر وايي، له تېرو درې ورځو راهيسې تورخم دروازه کې پاکستانی لوری اجازه نه ورکوي، په تازه میوې په ځانګړي ډول انګورو بار موټرې له کرښې واړوي.

د قديم په نوم د تازه مېوو يو سوداګر چې له افغانستان يې انګور بار کړي دي وايي، له تېرو څلورو ورځو راهيسې تورخم دروازه کې انتظار باسي، څو يې موټر ته اجازه ورکړل شي، خو د ده په خبره نه پرېښودل کېږي.

هغه ازادي راډيو ته وويل:

"له افغانستان مې انګور رابار کړي دي، دا انګور زموږ مخې ته خپله شکول شوي دي، په افغانستان کې په باغو کې. دلته د پاکستان ګمراکاتو والا له دې وجې ودرولي يو چې، دا د تاجکستان انګور دي، خو دوی ته دا مالومات دي چې، دا انګور د افغانستان دي او له افغانستان څخه تاجکستان ته ځي."

په وروستیو کې د طالبانو او پاکستاني لوري ترمنځ تورخم کې نښته هم شوې وه

دا سوداګر وايي، دوی د افغانستان له لوري د تورخم ګمرکي مسؤلينو ته رسمي تصديق هم يووړ، خو بيا هم اجازه ور نه‌کړل شوه.

د تورخم له دروازې اغاړه يو سوداګر رياض خان شينواری وايي، دغلته له تېرو درې ورځو راهيسې هغه موټرې درول شوي دي چې تور رنګه انګور يې بار کړي.

دا چې موټرې په کوم دليل ودرول شوي دي، هغه يې په اړه ازادي راډيو ته وويل:

"دا کومه مسئله چې د انګورو راغلې ده، د ګمرک والا دا خبره کوي چې، په افغانستان کې تور او سور رنګ انګور بيخي نه‌شته، دا تور او سور انګور د تاجکستان دي. نو درې ورځو نه موټرې ولاړې دي، ځينو موټرو کې مالونه خرابېدل، هغه بېرته افغانستان ته ولاړل."

وموغوښتل په دې اړه د طالبانو د حکومت د سوداګرۍ وزارت مسؤلينو نظر ولرو، خو وياند يې عبدالسلام جواد د دې راپور تر خپرېدو د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو د پاک – افغان سوداګرۍ خونې يو مسوول خان جان الکوزي ازادي راډيو ته تاييد کړه، چې پاکستان پر انګورو بار د افغانستان ځينې موټرې درولې دي.

د پاک - افغان سوداګرۍ خونې مسوول، خان جان الکوزی

الکوزي وویل:

"د تاجکستان او مرکزي اسيا انګور د عقرب او قوس مياشت کې بازار ته راوځي، دغه راز تقريباً شلو ورځو نه راپه‌دېخوا د سالنګ لاره بنده ده. نو انګور به څنګه له مرکزي اسيا نه راشي دلته؟. تنها دا يو ازارول دي او زه فکر کووم چې دا ښه خبره نه‌ده، دا بهانې جوړول دي. دلته د افغانستان حکومت شته، هغوی سرټيفکېټ ورکړی دی، زموږ زراعتي مسؤلينو هغوی ته اسناد ورکړي دي."

له تېرې يوې مياشتې راهيسې دا درېيم ځل دی، چې د تازه مېوو او سبزيو د موټرو پر مخ د تورخم دروازې بنديږي.

تورخم دروازه پر ډیورنډ کرښه د خلکو د اوښتو راوښتو ترڅڼګ د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او مهمه ټرانزیټي لار بلل کیږي، چې په بندیدو سره یې دواړه اړخونه اقتصادي زیان کوي.

که څه هم د تورخم دروازې د بندیدو له امله د تازه اوختي مالي زیان په اړه په رسمي ډول تر دې دمه څه نه دي ویل شوي، خو افغان سوداګرو مخکې ویلي وو د لارې د بندیدو له امله سوداګرو ته هره ورځ میلیونونه ډالره زیان رسیږي.