جرمني: د داوود سیاووش په مړینه کې د تاوتریخجن جرم نښه نه ده لیدل شوې

محمد داوود سیاووش په جرمني کې په مرموز ډول وژل شوی دی.

د جرمني پولیس وايي، د افغان خبریال او لیکوال داوود سیاووش په مرګ کې یې د هېڅ ډول تاوتريخوالي نښې نه دي ليدلي.

وروسته له هغې چې د افغانستان د تېر نظام د پخوانۍ ولسي جرګي غړي بکتاش سیاووش، په جرمني کې د خپل پلار داوود سیاووش مړینه مرموزه وبلله، د جرمني پولیس وايي، د دې مړینه په قضیه کې یې د کوم تاوتریخجن جرم نښه نه ده موندلې.

۶۸ کلن محمد داوود سیاووش افغان لیکوال او خبریال و.

د 'بي آر 24' خبري اژانس د جرمني د نورنبیرګ‌فورث ایالت د پولیسو له قوله ویلي، د قضیې د روښانتیا لپاره یې پر جسد د طبي څېړنو امر کړی.

Your browser doesn’t support HTML5

د جرمني پولیسو د داود سیاووش په " مرموزه " مړینه کې د تاوتریخوالي نښې نه دي موندلي

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړي بکتاش سیاووش د چارشنبې په ورځ ناوخته پر خپل فېسبوک د خپل پلار داوود سیاووش د مړینې خبر ورکړی و او ویلي یې وو چې له درې ورځو نادرکۍ وروسته یې مړی د پولیسو له‌خوا کورنۍ ته سپارل شوی دی.

نوموړي دغه شان ویلي وو چې پلار یې په ناڅرګنده توګه له نړۍ سترګې پټې کړي، پولیسو یې جسد پیدا کړی، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې څه ورپېښ شوي دي.

بکتاش سیاووش د خپل پلار مړینه مرموزه بللې او ویلي یې دي چې د جرمني پولیس د قضیې د حقیقت موندنې لپاره څېړنې کوي.

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی د جرمني له پولیسو غوښتي چې د داوود سیاووش د مړینې په اړه دې هر اړخیزې څېړنې وکړي.

د دې ادارې مسوول ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل: "موږ د دې غوښتونکي یوو چې د المان دولت او نړیوال پولیس د محمد داوود سياووش د مړينې د پېښې پلټنه وکړي او پايله يې له رسنيو سره شريکه کړي، که د پېښې عاملان موجود وي نو جزايي محکمو ته دې وپېژني."

داوود سیاووش په داسې حال کې په مرموز ډول مړ کېږي چې نږدې درې کاله مخکې د ده زوی یما سیاووش په کابل کې د چسپکي ماین کې وژل شوی وو.

یما سیاووش تر هغې مخکې د طلوع تلوېزیوني شبکې د سیاسي خپرونو چلونکی او د افغانستان بانک کارمند و.

د سیاووش کورنۍ له هغې وخت راهېسې هڅه کوله څو د یما سیاووش د قتل عاملان عدالت ته وسپاري او د خپل زوی د وژنې قضیه یې ملګرو ملتونو د نړیوالې جزايي محکمې ته سپارلې وه.

په افغانستان کې خبریالان له وروستیو دوه کلونو راهېسې له سختو امنیتي ننګونو او د طالبانو د حکومت له محدودیتونو سره مخامخ دي چې له امله یې دا مهال زرګونه تنه د افغانستان پرېښودو او د بېلابېلو هېوادونو په ځانګړې توګه پاکستان، ایران او ته کډوال شوي دي.

تر دې مخکې په ایران او پاکستان کې هم یو شمېر افغان خبریالانو له ازادي راډیو سره خبرو کې له ستونزمنو شرایطو او ګواښونو څخه شکایت کړی و.