د باروړونکو موټرو پر مخ د تورخم دروازې د تړلو دوام؛ ځينو سواګرو د درنو زیانونو د اوښتو خبر ورکړ

د تورخم دروازې یوه څنډه

د تازه مېوو او سبزيو يو شمېر سوداګر وايي، د تورخم دروازه لا هم د باروړونکو موټرو په مخ تړلې چې له امله يې دوی ته زيانونه اوښتي دي.

د تورخم دروازه لا هم د سوداګریزو موټرو پر مخ تړلې ده.

دا دروازه چې د سپټمبر په نهه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر نښتې وروسته تړل شوې وه، پوره نهه ورځې وروسته تېره اوونۍ پرانيستل شوه، خو د تازه مېوو او سبزيو سوداګر وايي، دوی ته لا هم اجازه نه ورکول کېږي چې په دغه دروازه واوړي.

د ننګرهار اوسېدونکی زرګل چې د تازه مېوو او سبزيو درې موټرې يې پر تورخم دروازه د تېرېدو لپاره انتظار باسي، وايي موټرو کې بار سبزيجات يې خراب شوي او اوس د دې وړ نه‌دي چې وپلورل شي.

هغه ازادي راډيو ته وويل: "کله هغې خوا مشکل وي، کله دې خوا مشکل وي او دواړه دولتونو نه موږ دا هيله لرو او خواهش لرو چې موږ باندې رحم وکړي. باور وکړئ زما دوه موټره روميان خراب شول او زما د ورور يو موټر چې انګور يې بار کړي دي، هغه هم د خرابېدو په لور روان دي، ډېر مشکلاتو سره مخ يو."

دغه راز د زرقيب شينواري په نوم د تورخم دروازې اغاړه يو سوداګر بيا ادعا کوي چې پاکستانی لوری کله د سکېنر، کله د تصديق او کله هم په نورو پلمو لارې بندوي او له سوداګرو پيسې اخلي.

هغه ازادي راډيو ته داسې وايي: "تورخم کې چې دوی دا کوم تصديق غواړي، دا هسې يوه ډرامه وه، دوی نماينده ګان هسې رانيولي وو، دوی د يوې لارۍ په سر پنځه زره روپۍ ترې غوښتې، کله سکېنر خراب کړي، کله دا ډرامې جوړې کړي چې دا تصديق به راوړې له افغانستان نه. دا مېوې چې له باغ څخه راوځي، تازه تازه راځي، دې کې ناروغي له کومه شي چې دوی يې تصديق غواړي. اوس دوی څه فايده وکړه، چې دوه ورځې، درې ورځې موږ دلته ودرېدو او د پاکستان حکومت خزاني ته څومره تاوان واوښت؟"

بل‌خوا د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګدې خونې يو مسوول خان جان الکوزي ازادي راډيو ته تاييد کړه چې لا هم د تورخم دروازه د باروړونکو موټر په مخه تړل شوې ده.

نوموړی وايي، د دوی يو پلاوي تورخم ته سفر کړی و چې د افغانستان لوري ته رامنځته شوي ټولې تخنيکي ستونزې يې پر خپل وخت حل کړي، خو د ده په خبره پاکستان له افغان سوداګرو پر دروازه د موټر تېرېدو پر مهال د 'سفټا' په نوم يو تصديق غواړي چې مخکې يې د ياد تصديق غوښتنه نه کوله.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګدې خونې يو مسوول خان جان الکوزی

الکوزي ازادي راډيو ته وويل: "په دې اخيره کې اوس يو رقم سرټيفکېټ دی د 'سفټا' په نامه، هغه پخوا پاکستان زموږ د سبزۍ او زموږ د مېوې له سوداګرو نه غوښته، اوس يې زموږ مالونه ودرولي وو، دا درې – څلور – پنځه ورځې او ډېر زيات مالونه هم هلته بدبختانه خراب شول. نو موږ ټولو هغه تجارانو ته بېرته سرټيفکېټ ور ولېږه، نن بايد دا ستونزه حل شي او بايد دې ته د پای ټکی کېښودل شي. اصلي مشکل دا دی چې کوم قانون چې يو مملکت پر چا وضع کوي، هغه درې مياشتې مخکې ورته خبر ورکوي، چې موږ ته اطلاع راکړل شوي وای، دا ستونزه به نه وای پيدا شوې، اما اوس موږ لګيا يو چې دا مشکل حل کړو، له دوی سره."

الکوزی سوداګر ته د اوښتو درنو تاوانونو خبره کوي، خو ویې نه ویل چې په دې موده کې چې تورخم دروازه د سوداګریزو موټرو پر مخ تړلی ده، افغان سوداګرو ته په ټوله کې څومره تاوان اوښتی دی.

سفټا هغه سرټيفکېټ دی چې د جنوبي اسيا د هېوادونو د يو قرارد پر بنسټ جوړ شوی دی چې په‌کې د جنس کيفيت او روغ‌والی تايديږي چې، نورو هېوادونو ته د سوداګريزو مالونو د صادرولو په موخه يې د افغانستان سوداګرۍ خونه سوداګرو ته ورکوي او بيا د دوی مالونه پر کرښو پرېښول کېږي.

د تورخم دروازه د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو ترمنځ تر نښتې وروسته د سپټمبر په نهمه وتړل شوه، خو د دواړه لوريو ترمنځ له خبرو اترو وروسته ر د وږي مياشتې په ۲۴مه نېټه بېرته پرانيستل شوه.

د يادې لارې له پرانيستل کېدو يوه ورځ وروسته هم ځايي سوداګرو ازادي راډيو سره خبرو کې وويل چې پاکستاني لوري ته د سکېنر خرابېدو له امله د دوی موټرو ته اجازه نه ورکول کېږي چې پر ياده لاره تګ راتګ وکړي، خو مسافر په دې دروازه تګ راتګ کولی شي.

ځايي سوداګرو ازادي راډيو سره خبرو کې وويل، د پاکستان حکومت ژمنه کړې چې دا لاره به نن پرته له تصديق د يوې اوونۍ لپاره د سوداګرو موټرو په مخه بېرته پرانيستل شوه.