د ښځینه ښوونځیو د تړل کېدو دوهمه کالیزه؛ له زده کړو محرومه نجلۍ: زړونه مو مات مات دي

دا نجلۍ طالبانو له ښوونځي منع کړې او ژاړي - ارشيف

دوه کاله مخکې په همدې ورځ طالبانو د نجونو ښوونځي وتړل خو د دوو کلونو له تېرېدو وروسته هم د پرانیستلو لپاره یې اقدام نه دی شوی.

په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو په ښوونځيو د بندیز د دویم کال له پوره کېدو سره هم مهاله د ملګرو ملتونو سازمان او په افغانستان کې نجونې زده کوونکې د طالبانو له حکومت څخه غواړي، چې دا تړلي ښوونځي بېرته پرانیزي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي نن وويل، چې له زده کړو د افغان نجونو محرومول نه توجیه کیدونکې بشري سرغړونه ده

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترېش نن پر خپله اېکس پاڼه د نجونو په زده کړو بندیز یوه نه توجېه کېدونکې بشري سرغړونه بللې ده چې په وینا یې په اوږد مهال کې ټول هېواد ته زیان رسوي.

نوموړي یو ځل بیا له طالبانو غوښتي دي چې نجونو ته اجازه ورکړي چې ښوونځیو ته لاړې شي.

د 'زده کړې انتظار نه‌کوي' بنسټ هم له طالبانو غوښتي دي چې په نجونو د زده کړو محدودېتونه لرې کړي.

یاد بنسټ په یوه اعلامیه کې چې نن د سېپټمبر په ۱۸مه یې خپره کړې ده، ویلي دي چې ۸۰ سلنه افغان نجونې چې شمېر ۲.۵ میلیونو ته رسېږي، له زده کړو محرومې دي.

دې سازمان هم د نجونو په زده کړو بندیز له بشري حقونو سرغړونه بللې ده او په طالبانو یې غږ کړی چې نجونو ته د زده کړو فرصت ورکړي چې هغوی د خپل جنګ ځپلي وطن په ودانولو کې ونډه واخلي.

طالب چارواکي لا هم د نجونو د زده کړو د مخنيوي دلايل او د بیا پیلیدو دقیقه نېټه یې نه په ډاګه کوي

په ورته وخت کې ځینې افغان زده کوونکې هم د طالبانو له حکومت څخه غواړي چې نور دې د ښوونځیو د تړلو دوام ته توجیې او پلمې نه جوړوي او دوی ته دې اجازه ورکړي چې خپلو ښوونځیو ته ستنې شي.

د یوه دولتي ښوونځي زده کوونکې چې نه غواړي نوم یې د امنیتي ستونزو له امله په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډيو ته یې وویل:

"دوه کاله پوره شول چې زموږ ښوونځي نه شروع کېږي، زړونه مو مات مات دي. موږ اوس هم هره ورځ په تمه یو چې ښوونځي پیل شي."

په کابل کې د یوه دولتي ښوونځي د اووم ټولګې زده‌کوونکې فاطمه هم له طالبانو غواړي چې د نجونو ښوونځیو د پرانیستلو په خاطر اقدام وکړي، ځکه د نوموړې په خبره د ښوونځیو د تړلو دوام ته هېڅ توجیه نشته.

هغه وايي:

"دوه کاله وشول چې ښوونځي ته نه‌شو تللی، موږ چې ښوونځي ته ځو، په حجاب کې ځو او هيڅ غیرقانوني کار نه کوو چې په هغه خاطر ښوونځي وتړل شي. له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره زموږ ښوونځي خلاص کړي."

که څه هم طالب چارواکو تل ویلي دي چې د نجونو په زده کړو محدودېتونه یې لنډمهالي دي، خو د نجونو د ښوونځيو د بندېدو له دوه کاله پوره کېدو سره دوی کله هم د نجونو په زده کړو د محدودېتونو لرې کېدو کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، سراج الدين حقاني

د طالبانو د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج حقاني څه موده مخکې په هرات کې او د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم اوونۍ وړاندې له ملي تلویزیون سره په مرکه ویلي و چې د نجونو په زده کړو د بندیز لرې کېدل وخت غواړي او خلک دې صبر وکړي.

طالبانو په خپله دوه کلنه واکمنۍ کې په پرلپسې ډول په افغان نجونو او ښځو د زده کړو، کار او د نورو ټولنیزو فعالېتونو په برخو کې محدودېتونه ولګول.

د دوی دا کړنې په کور دننه او له هیواد بهر له غبرګونونو سره مل وې.

که څه هم طالبانو تل ویلي چې دا محدودېتونه یې لنډمهالي دي، خو له دوه کلونو تېرېدو وروسته دا محدودېتونه سره له دې چې کم شوي نه دي، لا ډېر شوي دي.