د کندهار د نېش یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو له کموالي شکایت کوي

د کندهار د روغتون یوه څنډه

د کندهار د نېش ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د روغتیايي خدماتو له کموالي شکایت کوي.

د دغه ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د ولسوالۍ په کچه یو روغتیايي مرکز لري چې د امکاناتو د کموالي له امله د ټولو خلکو روغتیايي اړتیاوي نه شي پوره کولای.

په عین وخت کې د کندهار د عامي روغتیا ریاست مسوولان وايي، د نېش لپاره ۲۵ بستریزه روغتون منظور شوی چې په جوړېدو به یې د خلکو ستونزې حل شي.

نور جزییات د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور