د طالبانو د سرپرستې کابینې دوهمه کالیزه؛ ځينې کارپوهان دا کابینه بریالۍ نه بولي

د طالبانو رییس الوزرا او د طالبانو د سرپرستې کابینې ځینې غړي

نن د سپټمبر اوومه د وږي مياشتې ١٦مه نېټه په افغانستان کې د طالبانو حکومت د سرپرستې کابینې د اعلان له دوهمې کالیزې سره برابره ده.

د طالبانو موقت حکومت د جوړېدو له دغه اعلانه دوه کاله تېر شول.

ذبیح الله مجاهد، چې د طالبانو سرپرست حکومت ویاند او د دوی د مطبوعاتي څانګې یو له مهمو څېرو څخه دی، د ۲۰۲۱ کال د سپټمبر په ۷مه، د امریکايي ځواکونو له وتلو شاوخوا لس ورځې او د تېر جمهوري نظام له ړنګېدو څه باندې درې اوونۍ وروسته د افغانستان حکومت د رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې د 'اسلامي امارت' په نوم د طالبانو سرپرست حکومت اعلان کړ.

د طالبانو سرپرست حکومت د ملا محمد حسن اخند په مشرۍ له یوې کابینې سره رامنځته شو.

نوموړی چې په ظاهراً د طالبانو په منځ کې یو مشهور شخصیت و، خو په افغانانو کې لږ پېژندل شوی و، له درېیو مرستیالانو سره د طالبانو د رییس الوزرا په توګه وټاکل شو.

ملا عبدالغني برادر د اقتصادي مرستیال، مولوي عبدالکبیر سیاسي مرستیال او ملا عبدالسلام حنفي د اداري مرستیال په توګه د طالبانو د موقت حکومت د رییس الوزرا د مرستیالانو په توګه وټاکل شول.

د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر

د طالبانو د سرپرست حکومت د کابینې د نورو غړو له اعلان سره سم د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني، چې د امریکا متحده ایالاتو په تور لېست کې شامل دی او پر سر یې لس میلیونه ډالره انعام ایښودل شوی، د کورنیو چارو د سرپرست وزیر په توګه او د طالبانو د لومړي مشر ملا محمد عمر زوی، ملا محمد یعقوب مجاهد، د طالبانو حکومت د دفاع وزارت د سرپرست په توګه وټاکل شول.

د طالبانو حکومت په دې کابینه کې هېڅ یوې ښځې ته ځای نه دی ورکړل شوی او اوس چې له دې ورځې دوه کاله تېرېږي د طالبانو حکومت لا هم د ښځو له شتون پرته او د سرپرست حکومت په توګه پاتې دی.

طالبانو ان د خپلې سرپرستې کابینې د اعلان پر مهال د ښځو چارو وزارت هم له منځه یووړ او پر ځای یې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د رسمي وزارت په خپلو تشکیلاتو کې اضافه کړ.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت

د نړیوالې ټولنې له‌خوا تل دا نیوکې شوې چې د طالبانو حکومت ټولشموله نه دی او ښځې هم په کې حضور نه لري.

په پخوانۍ ولسي جرګه کې د خلکو استازې او د ښخو د حقونو یوې فعالې شکریې بارکزۍ ازادي راډیو ته وویل چې په کابینه کې د ښځو نه شتون او د هغو کسانو شتون چې لا هم د نړیوالې ټولنې په تور لېست کې دي، د دې لامل شوی چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژندل شي.

نوموړې زیاته کړه چې د نړیوالې ټولنې بندیزونه ښايي د طالبانو حکومت دې ته اړ کړي چې د دوحې تړون رعایت کړي.

په تېر جمهوري نظام کې د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ

هغې زیاته کړه: "نړۍ کولای شي چې بشري مرستې په شفافه توګه او د ټولنیز عدالت په رعایتولو د افغانستان خلکو ته ورسوي، پر طالبانو بندیزونه او محدوديتونه وضع کړي، ښایي دا شرایط لږ تر لږه طالبان د دوحې تړون پر وړاندې د نړیوالې ټولنې او افغانستان خلکو لپاره مسوول وګڼي."

له اوږدو خبرو اترو وروسته امریکا د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ له طالبانو سره د دوحې تړون لاسلیک کړ او بیا یې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو پرېکړه وکړه، طالبانو له امریکا سره، په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړولو طرحه منلې وه.

په ورته وخت کې یو شمېر ځوانان ادعا کوي چې نه یوازې دا چې د طالبانو په کابینه کې ځوانان نه شته، بلکې د دوی په وینا، د طالبانو په بېلابېلو ادارو کې په مسلکي او تخصصي څانګو کې لوستو ځوانانو ته د کار زمینه هم نه ده برابره شوې.

په کابل کې یوه مدني فعال او د ځوانانو استازي چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزو له امله یې نوم یې په راپور کې خپور شي ازادي راډیو ته وویل: "له لومړي بست څخه تر درېیم او څلورم بستونو کې یې د خپل تحریک خلک ټاکلي او هغه ځوانان چې په تېرو کلونو کې یې د ماستري او دکتورا تر کچې زده کړې کړي د حکومت له بدنې څخه ایستل شوي دي. له بده مرغه ځوانان ناهیلې شوي او هره ورځ په زرګونه ځوانان افغانستان پرېږدي، ځکه چې راتلونکې لپاره هېڅ هیله نه شته."

خو د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د حکومت د کابینې د اعلان پر مهال وویل چې د دوی د حکومت په جوړښت کې بېلابېلې څېرې شته او دوی به په بریالیتوب سره عمل وکړي.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد

یو شمېر سیاسي کارپوهان وايي چې د طالبانو کابینه بریالۍ نه ده.

یو له دغو کارپوهانو عزیز معراج له ازادي راډیو سره په خبرو کې د دې مسئلې د لامل په اړه داسې وویل: "لومړی دا چې کار اهل کار ته نه دی سپارل شوی، ټول طالب ملایان دي، ان په مسلکي وزارتونو کې. دوهم دا چې سرپرسته کابینه تر دوو کالو وټاکل شوه. یوه بله مسئله دا ده، چې دغې کابینې د خلکو له استازو یا پارلمان نه رایه نه ده اخیستې او انتصابي شکل لري، یعنې نه کورنی مشروعیت لري او نه بهرنی. له همدې امله موقته کابینه وه."

د ازادي راډیو خبریال وغوښتل چې په دې اړه د طالبانو حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي نظر هم ولري، خو نوموړي د دغه راپور تر خپرېدو پورې پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

په همدې حال کې د شخړو د هواري څېړونکې لیزا سوروش وايي چې د طالبانو په مشرۍ کابینې هېڅ لاسته راوړنه نه درلوده، په خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو کې بریالۍ نه وه او تر اوسه کوم هېواد په رسمیت نه ده پېژندلې.

مېرمن سروش له ازادي راډیو سره په خبرو کې له پاکستان او ایران سره د طالبانو سرحدي نښتې د افغانستان له ګاونډیانو سره د ښو اړیکو د نه ساتلو د بېلګې په توګه یادې کړې.

هغې زیاته کړه: "طالبانو ونشو کولای چې په خپلو ډیپلوماتیکو اړیکو کې هم بریالي اوسي، نه يواځې چې لوېديځو هېوادونو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی بلکې اسلامي هېوادونه هم هغوی په رسمیت نه پېژني. ان دا چې طالبانو ونه شو کولای خپلې اړیکې له ګاونډیو هېوادونو سره خوندي کړي. مونږ د طالبانو او ایران او پاکستان تر منځ د نښتو او د پولو د ځواکونو د وژل کېدو شاهدان یوو."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د چهارشنبې په ورځ د سپټمبر په شپږمه په تورخم کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوه چې د دغې لارې د تړل کېدو لامل شوه.

په تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو د تېرې ورځې د نښتې یو انځور

د دې پېښې اصلي لامل معلوم نه دی او دواړه لورې یو بل د جګړې په پیلولو تورنوي او د ځینو سرچینو په خبره دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په دې اړه نور: تورخم کې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ نښته؛ سرچینه؛ ۴ طالبان وژل شوي

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې په تېرو دوو کلونو کې له ایران، پاکستان، ترکمنستان او ازبکستان هېوادونو سره نږدې ۵۰ وړې او لویې سرحدي پېښې شوې دي.

په تېرو دوو کلونو کې، هېڅ هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی او د یوه ټولشموله حکومت رامنځته کېدل، تل د نړۍ له خوا د طالبانو له حکومت سره د تعامل لپاره له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل شوې دي.

د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو او ښځې له کار او خپلو لومړنیو حقونو بې برخې شوې او پر افغانانو ځینې سخت شرایط وضع شول چې دا ټول بندیزونه له طالبانو سره د نړۍ د اړیکو د عادي کېدو او تعامل په وړاندې خنډ ګرځېدلي دي.