افغانستان ته د نړیوال جام رسېدل؛ ځینې افغانان دې سیالیو ته د یوې پیاوړې افغان لوبډلې ټاکل غواړي

د کرکټ نړیوال جام

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ۲۰۲۳ کال د کرکټ پنځوس اوریزه نړیوال جام د دوه ورځو لپاره افغانستان وړل شوی دی.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، د ۲۰۲۳ کال د کرکټ د پنځوس اوریزه نړیوال جام ټرافي د پنجشنبې په سهار افغانستان ته راوړل شوې او ټاکل شوې دغه جام د جمعې ورځ هم په افغانستان کې وي.

د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، دغه جام به د کابل په ګډون د افغانستان په ځینو لرغونو ځایونو کې هم نندارې ته وړاندې شي.

سادات وايي: "د ۲۰۲۳ کال د کرکټ نړیوال جام ټرافي نن سهار افغانستان ته راوړل شوه، د یو لوړ دولتي پروتوکول سره د افغانستان کرکټ بورډ ته بدرګه شوه، هلته د یو لړ مراسمو وروسته ټاکل شوي چې د افغانستان ځینو تاریخي سمیو ته یوړل شي. په دغه تاریخي سیمو کې د کابل ولایت ځینې تاریخي سیمې دي او یو بل ولایت ته هم دا ټرافي وړل کېږي او نندارې ته به وړاندې شي."

سادات د بل ولایت د نوم په اړه د ازادي راډیو پوښتنه ځواب نه کړه.

افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا دایمي غړی دی او لوبدله یې په نړیوال جام کې ګډون لري.

ټاکل شوې چې د کرکټ د پنځوس اوریزه نړیوال جام سیالۍ د اکټوبر په پنځمه په هندوستان کې پیل او د افغانستان لومړۍ سیالۍ به د اکټوبر په اوومه له بنګله‌دېش سره وي.

خو د دغه جام وړل افغانستان ته ولې مهم دي؟

د کرکټ په مسایل پوه ابراهیم مومند وايي، د کرکټ نړیواله شورا دا کار د یو باور له مخې کوي چې د افغانستان په کرکټ بورډ یې لري.

د هغه په خبره، افغانستان ته د دغه جام وړل د کرکټ نړۍ ته یو ځانګړی پیغام ورکوي.

مومند زیاتوي: "زما په اند د دې جام راوړل په دې معنی چې دا په ټولو ولایتونو کې وګرځول شي، دغه جام لپاره د لوبډلې سره د مینه‌والو ملاتړ او سپورټ راژوندی شي. د دې ترڅنګ د افغانستان کرکټ بورډ ته هم یو مسوولیت ورترغاړې کوي چې د نړۍ نور هېوادونه څه کوي او افغانستان باید څه وکړي. افغانستان د دغه جام د ګټلو لپاره باید یوه ورځ دغه جام په واقعي معنی افغانستان ته راوړي."

په ورته وخت کې بیا شمیر افغانان د دغه جام وړل افغانستان ته ښه ګام یادوي خو د افغان کرکټ بورډ نه په راروان نړیوال جام کې د یوې ښې او غوره لوبډلې د ټاکل کېدو غوښتنه کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي

د کابل اوسېدونکی خالد وايي: "د نړیوال جام راوړل افغانستان ته دا یو ښه خبر دی او زموږ سهار په ښه خبر پیل شو. تمه مو دا ده چې یوه ورځ د نړیوالو لوبډلو کوربتوب وکړو او له کرکټ بورډ نه مو غوښتنه ده چې د نړیوال جام لپاره یوه تکړه لوبډه اعلان کړي."

د بلخ اوسېدنکی رفیق وویل: "خلک واقعاً دې ته زیات خوشحاله دي او د افغانستان ټولو خلکو ته د افتخار ځای دی. زه د یو افغان په صفت د خپلې لوبډلې ملاتړ کوم او د کرکټ بورډ نه مې غوښتنه ده چې د لوبغاړو د غوراوي په برخه کې غور وکړي."

افغانان په داسې حال کې له کرکټ بورډ نه د راروان نړیوال جام لپاره د یوې غوره لوبډلې غوښتنه کوي چې د کرکټ ملي لوبډلې په تېر اسیا جام کې د پرله‌پسې ماتو سره د ډېرو افغانانو غبرګونونه راوپارول.

افغان لوبډلې په روان اسیايي سالیو کې له سریلانکا ماتې وخوړه. دې لوبډلې له دې مخکې بنګله دېش ته هم لوبه بایللې وه.

د کرکټ نړېواله شورا هر کال د نړېوال جام سفر د نړۍ ځینو لرغونو سیمو او هغه هېوادونو ته چې د دې شورا سره غړیتوب لري پیلوي.

دا درېیم ځل دی چې افغانستان ته د کرکټ د نړوالو لوبو کپ وړل کېږي.

لومړی ځل په ۲۰۱۵م کال کې دغه جام د یوې ورځې لپاره افغانستان ته وړل شوی و.

بیا په ۲۰۱۹ کال کې د کرکټ نړیوالو سیالیو جام د افغانستان پلازمېنې کابل، بامیان، هرات او کندهار ولایتونو ته وړل شوی و او درې ورځې مینه‌والو ترې لیدنه کړې وه.