د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۹

پاکستان کې د اسیا کرکټ جام لوبې؛ د افغان لوبډلې لومړۍ لوبه بنګله دېش سره ده


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د اسیا د کرکټ جام لوبو په ترڅ کې به افغان لوبغاړي خپله لومړۍ لوبه سبا له بنګله دېش سره وکړي.

دا لوبه په لاهور کې ده.

د دوه زره درویشتم کال اسیایي جام لوبې د سریلانکا او پاکستان په کوربتوب د اګست په دېرشمه پیل شوي دي، چې د سپتمبر په اوولسمه به یې پایلوبه وي.

نن د دې جام یوه مهمه مسابقه ده چې هند به له پاکستان سره ولوبیږي.

د پنځوس اورونو په دې جام کې د اکثر کتونکو په باور ننۍ لوبه سخته ده، ځکه چې په اسیایي لوبډلو کې هند او پاکستان ته د ډیرو پیاوړیو لوبډلو په سترګه کتل کیږي.

XS
SM
MD
LG