د کندهار اوسېدونکي د انټرنېټ له ټیټ‌ کیفیت او لوړې بیې شکایت کوي

ارشیف

د کندهار ولایت یو شمېر اوسېدونکي د انټرنېټ له ټیټ‌ کیفیت او لوړې بیې شکایت کوي.

د دغه ولایت اوسېدونکي وایي چې د مخابراتي کمپنيو د انټرنېټ بيې لوړې دي، خو په دې وروستيو کې يې انټرنېټ ډېر کمزورى شوى او په سمه توګه کار نه کوي.

بلخوا د طالبانو د حکومت د کندهار د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست مسوولان وايي، د انټرنېټ کیفیت لوړولو په موخه يې هڅې پیل کړي دي.

نور تفصیل د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د کندهار راپور