د بشري او مدني حقونو څه باندې ۶۰ ټولنې: ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض پر وړاندې ژر ګام واخلي

یو شمېر ښځینه معترضانې - کابل

د بشري او مدني حقونو ۶۳ سازمانونو د یوه پرانیستي لیک په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا غوښتي، چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه ژر تر ژره اقدام وکړي.

په افغانستان کې دننه او بهر د بشري حقونو مدافعین او د مدني ټولنې بنسټونه چې د دغه لیک لاسلیکوونکي دي د یو خپلواک تحقیقاتي میکانیزم د رامنځته کولو په بیړنۍ اړتیا، په افغانستان کې د ښځو او نجونو د برخلیک په اړه د بحث د دوام او د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د ماموریت په دوام ټینګار کړی دی.

خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې رد کړې دي.

د ربړونې په وړاندې نړیوال سازمان چې د دغه پرانیستي لیک یوه لاسلیک کوونکی دی په خپله وېبپاڼه لیکلي، چې د افغانستان لپاره د یوه خپلواک څېړنیز میکانیزم په رامنځته کېدو سره به دا یقیني شي چې د بشري حقونو ډېری سرغړونې د جرمونو په توګه ثبت او څېړل کېږي.

په دې پرانیستي لیک کې چې د دوشنبې په ورځ د سپتمبر په څلورمه نیټه په ټولنيزو پاڼو کې خپور شوی راغلي، چې په افغانستان کې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال نه يوازې د بشري حقونو مدافعان، خبريالان او هنرمندان ځورول شوي؛ بلکې د دوی په وينا د انتقامي وژنو د زياتوالي، اعدامونونو، ربرونې، ناوړه چلند، په خپل سر نیول او د پخواني حکومت د غړود جبري ورکولو شاهدان هم دي.

هغه موارد چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) لخوا یې څه موده مخکې هم شاخوا ۸۰۰ مورده مستند شوي وه، خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې رد کړې دي.

د ربړونې په وړاندې نړیوال سازمان چې د دغه پرانیستي لیک یوه لاسلیک کوونکی دی په خپله وېبپاڼه یې لیکلي، افغانستان لپاره د یوه خپلواک څېړنیز میکانیزم رامنځته کېدل دا تمضینوي، چې د بشري حقونو ډېری سرغړونې ثبت شي او د یو جنایت په توګه وڅېړل شي، د معافیت فرهنګ د مجازاتو په پرتله کمزوری او قربانیانو او پاتې شونو ته یې عدالت ته د لاس رسی هیله ورکړل شي.

د طالبانو د حکومت د ویاند مرستیال بلال کریمي په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنېځواب نه کړې خو دوی تل ادعا کړې چې په افغانستان کې بشري حقونه تضمین شوي دي.

خو د بشري حقونو یوه فعاله فرشته رامین بیا د ښځو د ښوونې، روزنې،کار او نورو ستونزو ته په اشاره سره وايي، په اوسنيو شرايطو کې اړتيا ده چې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو قضيې په خپلواکه توګه ثبت او تعقیب شي.

دا هم د طالبانو خلاف په کابل کې د ښځینه معترضانو یوه ډله - ارشیف

نوموړې له ازادي راډيو سره په خبرو کې هيله څرګنده کړه، چې د دا ډول لیکونو په ترتيب سره د افغانستان اوسنيو ستونزو ته د حل یوه لاره پیدا کیدای شي.

اغلې رامین وویل:

"دا قضیې یې باید مستندې شي، ځکه چې د طالبانو د یوه خپلواک قضایي ارګان د نه شتون له امله د بشري حقونو د سرغړونو او په طالبانو پورې د اړوندو کسانو له خوا د ترسره شویو جرمونو په اړه څېړنه نه کېږي، زه هیله لرم چې یو خپلواک میکانیزم رامنځته شي تر څو نړیوال عدالت ته د لاسرسي لپاره د بشري حقونو د سرغړونو له قربانیانو سره مرسته وکړي. "

تر دې مخکې د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ په خپلو راپورونو کې په دغه هېواد کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ بللی و او د معافیت د پای ته رسولو په هدف یې په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د اسنادو په راټولولو ټینګار کړی و.

نصیر احمد اندیشه

خو په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د افغانستان دایمي سرپرست استازي نصیر احمد اندېشه شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د ریچارډ بینیټ پر کار نیوکه کړې وه او ویلي وو، چې د منظمې څارنې او راپور ورکولو میکانیزم چې په هر اړخیزه توګه حساب ورکوونکی وي لا تر اوسه نشته.

ټاکل شوې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ۵۴مه غونډه د سپټمبر له ۱۱مې څخه د اکټوبر تر ۱۳مې پورې جوړه شي او د دغه پرانستي لیک هدف هم د بشري حقونو سازمانونو پام په دې ناسته کې د افغانستان وضیعت ته ده اړول دي.