د نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو ۷۱۶مه ورځ؛ حقاني: صبر وکړئ، چې د پرانیستلو شرایط یې برابر شي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني

نن ۷۱۶مه ورځ ده چې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړلي، خو د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست یې لا هم له خلکو او نړۍ غواړي چې د شرایطو تر برابرېدو په دې برخه کې له زغم او صبر کار واخلي.

باختر خبري اژانس، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې نشرات لري لیکلي، سراج‌الدین حقاني پرون د اسلامي همکاریو سازمان له پلاوي سره کتنه کې د نجونو تعلیم یوه د ټولنې اړتیا بللې او ویلي یې دي، له شرایطو سره سم به دا ستونزه هوارېږي.

خو هغه په دې اړه توضیحات نه‌دي ورکړي، چې طالبان غواړي په افغانستان کې د نجونو د زده‌کړو لپاره کوم ډول شرایط برابر کړي، مګر د نيمګړتياوو د حل په موخه یې د خپلو هڅو ژمنه کړې.

باختر اژانس د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت له سرپرست سره هم د اسلامي همکاریو سازمان د پلاوي د لیدنې خبر ورکړی چې یو بحث یې د نجونو او ښځو زده‌کړه بلل شوې.

یوه افغانه زده کوونکې له دې امله ژاړي، چې طالبان یې ښوونځي ته نه پریږدي- ارشیف

په ورته وخت کې یو شمېر نجونې چې طالبانو یې ښوونځي تړلي وايي، نه یوازې دا چې د طالبانو په ژمنو باور نه‌لري؛ بلکې له دوو کلونو ډېر زغم او حوصله د دوی له راتلونکي سره خیانت دی.

په کابل کې د دولسم ټولګي زده‌کوونکي چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل:

"کله چې اسلامي امارت"طالبان"موږ په دې تمه پرېږدي چې نن ښوونځي پیلېږي یا هم سبا، دا د دروغو تمې دي. یا هم دا وايي چې موږ ژمن یوو چې مکاتب پیل کړو. دا یې هم داسې یوه خبره ده لکه دا دوه کاله چې کېږي په همدې خبرو یې موږ ته فریب را کړ چې نن پیلېږي او سبا پیلېږي. "

په کابل کې د اووم ټولګې یوه بله زده‌کوونکې چې دا هم نه‌ غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم خپور شي وايي، وېره لري چې طالب چارواکي به په خپلو ژمنو عمل و نه کړي.

دغه زده کوونکې وایي:

"د ښوونځیو د پرانستو لپاره موږ دوه کاله صبر وکړ، که دوی سل فیصدي وعده راکوي چې مکتبونه خلاص کړي، موږ به صبر وکړو. خو دوی وړاندې هم وعده وکړه او خپله وعده یې پوره نه کړه. "

د طالبانو نا لیدل شوي مشر ملا هبت الله اخندزاده ته منسوب تصویر، هغه د نجونو د زده کړو اصلي خنډ ګڼل کیږي

د طالبانو د حکومت چارواکي د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو په اړه یوه خوله هم نه‌دي او په دې اړه بېلابېل تبصرې کوي.

له دوی ځینې دا ستونزه د کلتوري محدودیتونو، حجاب، تعلیمي نصاب او چاپیریال له امله بولي، خو ځینې نور یې بیا وايي، یوازې د دوی مشر ملا هبت‌الله په خپل امر له شپږم ټولګي پورته د ښوونځیو او د نجونو او ښځو د پوهنتونونو د تړلو پرېکړه کړې او یوازې هماغه یې په دلیل پوهېږي.

تېره اوونۍ د طالبانو حکومت د ځوانانو چارو معین یونس راشد یوه غونډه کې ویلي و، د دوی مشر ملاهبت‌الله د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړل کېدو لپاره شرعي دلیل لري، خو ملت سره یې نه شریکوي.

په داسې حال چې د اسلامي همکاریو سازمان، افغانانو او نږدې ټولو اسلامي هېوادونو د طالبانو دا پرېکړه غیر شرعي بللې.

د اسلامي همکاریو سازمان پلاوی چې د بېلابېلو اسلامي هېوادونو استازي او دیني عالمان په کې شامل دي، تېره اوونۍ کابل ته راغی او له هماغې ورځې تر پرونه یې له بېلابېلو طالب چارواکو سره لیدلي.

دې سازمان کابل ته له سفر وړاندې په خپله ویب‌پاڼه د دې سفر په اړه لیکلي و، له طالبانو سره پر یوشمېر موضوعاتو خبرې ډیرې مهمې دي، لکه په اسلام کې تحمل او زغم، اعتدال، د نجونو تعلیم او د ښځو کار.