له ترکارۍ فروشۍ تر انځورګرۍ؛ یو ستړی، خو له لاسته راوړنو ډک مزل !

افغان انځورګر بختیار یار

د یوه انځورګر بختيار يار د ژوند د لوړو- ژورو کیسه؛ هغه یتیم او بېوزله و، له زده کړو محروم پاتې او د ژوند د اړتیاوو د تامینولو لپاره یې مساپرۍ او سختو کارونو ته اوږه ورکړې ده.

له دې سره، دی توانیدلی، چې اوس د انځورګرۍ یو مرکز ولري او لسګونه ښځينه او نارينه زده کوونکو ته د هنري زده کړو زمینه برابره کړي.

نوموړی له خپلو زده‌کوونکو فيس نه اخلي او وايي، د ده نجونې زده کوونکې اوس د انځورګرۍ هنر له لارې خپلو کورنيو ته نفقه پيدا کوي.

د نوموړي د ژوند پر لوړو او ژورو له هغه سره زموږ همکار د زړه خواله کړې او دا راپور يې پرې چمتو کړی دی.

د راپور اوریدو لپاره دا لېنک کېکاږئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د انځورګر بختیار په اړه راپور