جرمني ته سفر؛ بینیټ: د افغانانو د بشري حقونو د سرغړونکو پر ځواب ویلو وغږیدو

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړی راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بینیټ او د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بایربوک په دې لیدنه کې له افغانانو څخه په ملاتړ او د بشري حقونو څخه د سرغړونې په برخه کې د حساب ورکولو په اړتیا ټینګار کړی دی.

ریچارډ بینیټ په دې اړه نن سهار په خپل ایکس اکونټ یا [ پخواني ټویټر] په یو بیان کې ویلي، چې په دې لیدنه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت او د ښځو د حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې د جرمني د بهرني سیاست په اړه خبرې وشوې.

په بیان کې راغلي:" د بهرنیو چارو د وزیرې انالینا بایربوک سره د کتنې او په افغانستان کې د ډیرو مهمو بشري حقونو د مسلوپه اړه په خبرو ډېر خوشحاله شوم، مونږ د ښځو له حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې د جرمني د بهرني سیاست په ګډون په بشري مسایلو خبرې وکړې او د بشري حقونو څخه د سرغړونو په برخه کې مو د حساب ورکولو په اړتیا ټینګار وکړ".

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره، انالینا بایربوک

په همدې حال کې د جرمني د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې چې تېره ورځ ناوخته د دغه وزارت په رسمي اکیس پاڼه[ پخواني ټویټر] خپور شو ویلي، په دې لیدنه کې د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې ویلي د افغانانو د بشري حقونو له ملاتړه لاس نه اخلي او له هغوی سره یې پیوستون ماتېدونکی نه دی.

د بیان په دوام راغلي: " د افغانانو سره د جرمني یو والی نه ماتیدونکی دی، موږ به شاته نه شو او د هغوی له بشري حقونو څخه به ملاتړ ته دوام ورکړو".

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمني د بهرنیو چارو د وزیرې او ریچارډ بینیټ د څرګندونو په اړه زموږ پوښتنې ځواب نه کړې خو وړاندې تر دې طالب چارواکو ویلي چې د ښځو د کار او زده کړو مسله د افغانستان کورنۍ مسله او باید نړیوال یې په دوی د فشار په ډول ونه کاروي.

طالب چارواکو دغه شان ویلي چې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي او دغه شان یې د نجونو پر زده کړو محدویت دایمې نه دی بللی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

طالبانو پر افغانستان د د بیا ځلې واکمنۍ له پیل وروسته د افغان ښځو او نجونو پر زده کړو او کار د بندیز تر څنګ په دوی ډېر نور محدودیتونه هم لګولي دي.

د بشري حقونو بیلابیلو نړیوالو بنسټونو او ډیری هیوادونو ویلي، چې طالبانو په تېرو دوه کلونو کې په پرلپسې ډول له بشري حقونو څخه سرغړونو ته دوام ورکړی دی.

د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې له نړیوالي ټولنې غواړي چې د طالبانو پر حکومت فشارونه زیات کړي تر څو دغه ډله د ښځو د حقونو د ټینګښت په برخه کې مثبت بدلون وکړي.

په کابل کې د ښځو د حقونو یوه فعاله چې نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله یې نوم په راپور کې خپور شي ازادي راډيو ته وویل:

"که نړیواله ټولنه او د بشري حقونو نړیوال بنسټونه غواړي چې افغان میرمنو ته کار وکړي نو دوی یې باید ثابته کړي او پر طالبانو دې له بېلابېلو لارو فشارونو ته دوام ورکړي په ځانکړی ډول د دوی د مشرانو په سفرونو دې بندیزونه ولګوي، دغه شان دې پر دوی پیسې بندې کړي، او پر دوی فشارونه راوړي."

د ښځو د حقونو بله افغانه فعاله ترنم سعیدي وايي په اوس وخت کې افغان میرمنې تر بل هر وخت تر سخت فشار او د طالبانو له محدودیتونو سره مخ دي.

د افغانستان په مختلفو سیمو کې ښځو د طالبانو د قیوداتو خلاف اعتراضونه کړي- ارشیف

مېرمن سعیدي وویل:

"له بده مرغه د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو محدودیتونه او ظلمونه ورځ تر بلې ډیریږي خو هیڅ داسې ځای نشته، چې افغان میرمنې ورته خپل غږ ورسوي او د خپلو حقونو لپاره د عدالت غوښتنه وکړي."

دغه افغان میرمنې په داسې حال کې پر طالبانو د فشار غوښتنه کوي، چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې له کار او زده کړو د ښځو او نجونو د بې برخه کېدو په غبرګون کې د طالبانو د حکومت د عدلیې، پوهنې، لوړو زده کړو او امربالمعروف سرپرست وزیران او د طالبانو د حکومت قاضي القضات د بندیزونو په تور لېست کې شامل کړي دي.

د اروپايي ټولنې د بندیزونو په لیست کې شامل کسان اجازه نه لري، چې د دې اتحادیې غړو هیوادونو ته سفر وکړي او یا د هغو له لارې بل هیواد ته لاړ شي او که د اروپايي ټولنې په غړو کې هیوادونو کې شتمني ولري، کنګل کېږي.

اروپايي ټولنې ویلي، چې دغه لوړ پوړي طالب چارواکي د افغانانو په ځانګړي ډول د میرمنو د حقونو د نقض مسول دي.