یونیسف: په ۲۸ ولایتونو کې د پولیو واکسین پای ته ورسېد، پاتې نورو کې به پيل شي

په کابل کې د پولیو پر وړاندې د واکسین یوه څنډه - ارشیف

یونسیف وايي چې په ۲۸ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ پر ضد د واکسین ورکولو څلور ورځینی کمپاین پرون پای ته ورسید او په ۶ نورو ولایتونو لکه بلخ، جوزجان، سمنګان، سرپل، فاریاب او اروزګان کې راتلونکې دوشنبه پیلیږي.

په افغانستان کې د یونسیف ادارې د پولیو د مخنیوي پروګرام د ارتباطاتو مسوول سیدکمال شاه تېر ماښام په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

" پنجشنبې د کمپاین وروستۍ ورځ وه او په ټولو ۲۸ ولایتونو کې په ښه ډول تطبیق شو. د واکسین هدف د ۹ میلیونه او ۴ لکه تر ۵ کلونو کشرو ماشومانو واکسین و. له دغو ولایتونو داسې کوم خبر نه لرو جې زیات شمېر ماشومان دې له واکسینه پاتې شوي وي. په شپږو نورو ولایتونو کې به د دوشنبې په ورځ د واکسین تطبیق پیل شي او د پنجشنبې تر ورځې به دوام وکړي."

ښاغلي کمال شاه له میندو او پلرونو وغوښتل چې د کمپاین په هر پړاو کې خپل تر پنځو کلونو کشر ماشومان واکسین کړي.

د کمپاین پر مهال واکسین کوونکي کور په کور ماشومان واکسینوي

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې لا هم پولیو یا ګوزڼ پکې محوه شوی نه دی.

سږ کال په افغانستان کې د پولیو ۵ پېښې ثبت شوې چې ټولې په ننګرهار کې وې. دا پېښې د ننګرهار په بټي کوټ، کوټ، نازیان، بهسود او دور بابا ولسوالیو کې ثبت شوي دي.

له دغو پېښو وروسته یونسیف په دې اندېښنه ښکاره کړه چې دا وایرس به نورو سیمو ته هم خپور شي.

پولیو یا ګوزڼ داسې ویروسي ناروغي ده چې په اسانه سرایت کوي او له بلې خوا تداوي نه لري. یوازې واکسین ماشومان له دې ناروغۍ خوندي کولی شي.

اکثره تر ۵ کلونو کشر ماشومان په پولیو اخته کېږي.

دا ناروغي پر مهم عصبي نسج یا نخاع، چې د ملا په تیر کې ده، حمله کوي او د انسان بدن فلج کوي.