افغانستان کې د جنايي پېښو زیاتوالی؛ د کندهار یو اوسېدونکی: غله د وسلو په زور له خلکو پيسې او وسايط اخلي

ارشيف: د کابل ښار يوه څنډه

د پلازمېنې کابل او بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي شکایت لري چې په دې وروستیو کې جنايي پېښې ډېرې شوي.

پاچاخان مبارز د کابل په ۱۲مه امنيتي حوزه کې ژوند کوي.

هغه وايي، څو ورځې وړاندې غلو یې له کوره موټر غلا کړ.

نوموړي ازادي راډيو ته وويل: "نږدې څه وخت مخکې زموږ د دوستانو له جملې څخه مېلمانه راغلي وو، بدبختانه چې دلته امنيتي وضعيتونه داسې د ډاډ وړ نه‌دي، د کور نه د شپې، غله راغلي وو، موټر يې وويست، خو دا ده چې په دغو غلو باندې موږ خبر نه‌شولو، موږ بيده وو او موټر يې زموږ له کور څخه ويستلی و."

د‌ کابل ښار يوه څنډه

د کندهار ولایت يو تن اوسېدونکی چې د امنيتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم يې راپور کې خپور شي وايي، غله د وسلو په زور له خلکو پيسې او وسايط اخلي.

هغه وايي: "ان غله کورو ته ځي د وسلو په زور، هلته يا پيسې اخلي، يا وسايط له کوره څخه راباسي، موټر او موټرسایکل، په تېره اوونۍ کې خو داسې پېښو سره هم موږ مخامخ شوي يو، پلورنځیو ته، يا هم دوکانو ته، يا دواخانو ته غله ورغلي، د وسلې په زور يې پيسې اخيستي دي، وسايط يې ځينې بيولي دي."

د ننګرهار اوسېدونکی ګل رحيم بيا د غلاو د څو پېښو کیسه ازادي راډيو ته داسې کوي: "يو کس ننګرهار کې د ترافيکو مديريت ته ننوځي چې خپل موټر ثبت کړي، کله چې واپس راوځي موټر يې نه وي او غلو تښتولی وي. همدا راز زموږ د بهسودو اتمه ناحيه کې، يوه ورځ محصل سهار خپل پوهنتون ته ځي چې، په لار کې پرې غله توفنګچه ږدي او کمپيوټر او مبايل او پيسې ترې اخلي. همدا شان درې ورځې مخکې فريداباد په نامه يو کلي کې، جامع مسجد ته غله ورځي، لوډسپیکر، بیټريانې او څومره چې د جومات داخل سامان دی، دا يې ترې وړی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت پر ایکس شبکه يا پخواني ټوېټر خپاره کړي معلومات هم ښيي چې د افغانستان په ځو ولایتونو کې د تېرې اوونۍ په پرتله روانه اوونۍ د جنايي پېښو کچه لوړه شوې ده.

په دغو معلوماتو کې تېره اوونۍ په هرات، کابل، ارزګان، غور، بلخ، کندهار، کندز او تخار ولايتونو کې ۱۲ جنايي پېښو په تور ۸۸ کسان نيول شوي دي، چې په دې کې ۱۳ تنه د وژنو د دوو پېښو، ۲۴ کسان د غلا د ۸ پېښو او ۳ تنه د تښتونو د ۲ پېښو پرمهال نيول شوي دي.

د طالبانو په کنټرول کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت

خو د طالبانو د کورنيو چارو وزارت ایکس شبکه کې د روانې اوونۍ پر مهال د جنايي پېښو خپاره کړي جزيياتو له مخې د تېرې اوونۍ په پرتله دا کچه لوړه شوې او د ۲۳ جنايي پېښو په تړاو د نيول شويو کسانو شمېر ۹۴ ته رسېدلی دی.

د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د خپرو کوړيو معلوماتو پر اساس په روانه اوونۍ کې ۱۰ د غلا پېښې، ۹ د وژنو او څلور د تښتونې پېښې په هرات، کاپيسا، کندهار، بلخ، کابل، بادغيس، سرپل، خوست او پکتيکا ولايتونو کې رامنځته شوي دي.

دغه راز ۴ انسان تښتونکي د عملياتو پر مهال په مخامخ نښته کې وژل شوي هم دي.

دا چې ولې د جنايي پېښو کچه لوړه شوې، په دې اړه د ازادي راډیو خبریال د کورنيو چارو وزارت نظر وپوښت، خو وياند يې عبدالمتين قانع د دې راپور تر خپرېدو پوښتنې ځواب نه‌کړې.

خو نوموړي څو ورځې وړاندې 'ملت ته د حساب ورکوونې' په پروګرام کې ادعا کړې وه، چې د تېر جمهوري نظام په پرتله اوس د جنايي پېښو کچه کمه شوې ده.

هغه ویلي وو: "د یوه کال په موده کې پولیسو ته د تښتونې د ۱۶۰ پېښو خبر ورکړل شوی. د دغو قضيو په تړاو، پوليسو د انسان تښتوونکو پر ضد ٢٠٠ عملياته کړي دي. په دې عملياتو کې پوليس په دې بريالي شوي چې د سړي تښتونې په قضيو کې ښکېل ١٩٠ تنه شکمن کسان ونيسي او د دغو عملياتو په بهير کې ١٣ تنه سړي تښتوونکي د عملياتو پر مهال په نښتو کې وژل شوي دي."

د جنايي پېښو کچه داسې مهال لوړېږي چې خلک وايي، د طالبانو له بياځلي واکمنۍ راهيسې، د بې‌کارۍ او بې‌وزلۍ کچه لوړه شوې چې ورسره د غلا او تښتونو پېښې هم ډېرې شوي دي.