د طالبانو لخوا د افغانستان د خپلواکۍ د ۱۰۴ مې کلیزې نمانځنه؛ مولوي عبدالکبیر: نړیوال دې زموږ حکومت سره تعامل وکړي

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر - ارشیف

د طالبانو د حکومت یو شمېر لوړپوړو مشرانو نن د افغانستان ددفاع وزارت په انګړکې د ازادۍ پر څلۍ د ګلانو له اېښودو سره، د افغانستان د خپلواکۍ ورځې کلیزه ونمانځله.

يو شمېر طالب چارواکو په دې مراسمو کې برخه اخیستې وه.

د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا لومړي مرستیال مولوي عبدالکبیر په خپله وینا کې وویل، که دنیا غواړي چې له ترهګرۍ او مخدره موادو پاک افغانستان چې د سیمې هیوادونو ته ترې خطر نه وي موجود ولري باید له دوی سره تعامل وکړي.

نوموړي وویل:

"که نړۍ له با امنه افغانستان غواړي داسې چې نړۍ ته ترې خطر نه وي، له مخدره موادو او قاچاق نه یې پاک وي، نو دا تمه دې نړۍ یوازې له اسلامي امارت نه وکړي بل چانه دې نه کوي، نو کله چې د نړۍ اهداف په افغانستان کې له اسلامي امارته، پرته نه شي ترسره کیدای نو ځکه زه وایم چې نړۍ مجبوره ده چې اسلامي امارت ته د تعامل لاس راوږد کړي."

دا لوړ پوړی طالب چارواکی داسې مهال له نړۍ د تعامل غوښتنه کوي، چې د طالبانو حکومت په کور دننه د بشري حقونو په پراخه نقض تورن دی او د امریکا په ګډون ګڼو هیوادونو ویلي تر هغه به له طالبانو سره تعامل ونه شي چې د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو حقونه یې نه وي مراعت کړي.

خو د زمري د اته ویشتمې د نمانځنې په مراسمو کې ګڼو طالب چارواکو وویل، چې د یو خپلواک نظام په توګه له نړۍ په سالمو اړیکو باور لري او نورو هم د ورته اړیکو غوښتنه کوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت سرپرست، سراج الدین حقاني

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو سر پرست وزیر سراج الدین حقاني وویل نړۍ یو شمېر ستونزې طالبانو ته د بهانې په ډول نیسي، خو هغه غوښتنه وکړه چې دوی د خبرو او تفاهم دروازې پرانستي او باید ستونزې د خبرو له لارې حل شي.

حقاني یو وار بیا ټینګار وکړ، چې د طالبانو حکومت له نړۍ سره په دوحه کې په کړيو شویو ولاړ دی.

نوموړي وویل:

"کومه ژمنه چې اسلامي امارت په دوحه تاسو سره وکړه په هغه ژمنه موږ ولاړ یو، خو دا چې نړۍ ترې سرغړونه کوي او د سیمې هیوادونه دلته ستونزې جوړوي، موږ د ستونزو د حل لپاره د خبرو دروازې پرانستي دي."

که څه هم ښاغلي حقاني د کوم سیمه ییز هیواد چې د افغانستان لپاره ستونزې جوړوي نوم وانخیست، خو په وروستیو کې د ګاونډي پاکستان او طالب چارواکو ترمنځ نانندرۍ او پر یو بل د تورونو لږول زیات شوي دي.

د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر مشران او غړي - ارشیف

پاکستاني چارواکو ویلي، چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې پاکستاني طالبان خوندي ځایونه لري او دغه ډله په پاکستان کې بریدونه کوي، هغه ادعاګانې چې طالب چارواکو په وار وار رد کړي دي.

د دوحې د هوکړې پر بنسټ، طالبان باید له د القاعده په ګډون له وسله والو ډلو سره اړیکې پرې کړي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه وکړي، خو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د بندیزونو د عملي کېدو د څارنې او څېړنې په راپور کې چې د روان کال په جون میاشت کې خپور شو راغلي، طالبانو ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په دوحې تړون کې کړې ژمنې نه‌دي عملي کړي.

د راپور پر بنسټ، ترهګرې ډلې له دې فرصت ښه ګټه اخلي او له همدې امله په افغانستان او سیمه کې د ترهګرۍ ګواښ مخ په زیاتېدو دی.

د امنیت شورا په راپور کې راغلي وو، داسې نښې نښانې شته چې ښيي القاعده خپله عملیاتي وړتیا بیا رغوي، تحریک طالبان پاکستان یا 'ټي ټي پي' د طالبانو په ملاتړ په پاکستان کې بریدونه کوي، بهرنیو ترهګرو ډلو د افغانستان په پولو کې ګواښ رامنځته کړی دی او ترڅنګ یې د داعش ډلې د خراسان څانګې بریدونه زیات او پېچلي شوي دي.