آر ایس ایف: طالبانو په تېرو لسو ورځو کې په خپلسري ډول ۹ خبریالان نیولي

ارشیف: په افغانستان کې د یوې خبري غونډې انځور

د بې پولې خبریالانو سازمان یا 'آر ایس ایف' وايي، په تېرو لسو ورځو کې په یوې بې‌سارې ځپنه کې د افغانستان په پنځو ولایتونو کې د طالبانو د امنیتي ځواکونو له‌خوا ۹ خبریالان په خپلسري ډول او د نیولو د لامل له څرګندولو پرته نیول شوي دي.

د بې پولې خبریالانو سازمان، د خوندیتوب او عدالت غوښتنې څانګې مشر انټوني برنارد ازادي راډيو ته وویل، په داسې حال کې چې طالبان د خپلې واکمنۍ دوه کلني نمانځي، بې پولې خبریالان د ټولو هغو خبریالانو د بې قید او شرطه خوشې کیدو غوښتنه کوي چې لا هم د دوی په بند کې دي.

برنارد زیاته کړه: "په افغانستان کې د مطبوعاتو د ازادۍ وضعیت په بشپړه توګه د اندېښنې وړ دی. 'آر ایس ایف' د طالبانو له باصلاحیته چارواکو څخه غواړي چې د نیول شویو خبریالانو د سمدستي خوشې کولو امر وکړي او په پای کې د مطبوعاتو ازادي په رښتیني ډول تضمین کړي. رژیم په بشپړ ډول د مطبوعاتو د ازادۍ د سرغړونې مسوول دی."

د آر ایس ایف نښان

د برنارد د معلوماتو پر بنسټ، فقیر محمد فقیرزی، جان اغا صالح، حسیب حساس، حبیب سراب، سید وحدت الله ابدالي، شمس الله عمري، وحید رحمان افغانمل، عطاالله عمر او پروېز څرګند، په تېرو لسو ورځو کې د طالبانو لخوا نیول شوي چې له وحیدرحمان افغانمل پرته نور ټول د طالبانو په بند کې دي او د ساتلو ځای یې هم څرګند نه دی.

د عطا الله عمر یو خپلوان چې د امنیتي ستونزو له امله نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي وايي، نوموړی د یکشنبې په ورځ د طالبانو له‌خوا نیول شوی او د نیولو لامل یې نه دی څرګند شوی.

دی د طالبانو حکومت څخه د عمر د ژر تر ژره خوشې کیدو غوښتنه کوي او وايي: "هغه په کور کې یوازېنی سرپرست دی. درې بچیان لري، یعنې په کور کې بل نارینه نه لري چې د نفقې راوړونکی وي، بس هغه هر څه چې دی همدغه دی. نو زما غوښتنه دا ده چې ښه په عزت سره دې خوشې کړي."

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي په دې اړه د ازادي راډیو د خبریال پوښتنې ځواب نه کړې.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې یا نی مسوول، ظریف کریمي هم په تېرو لسو ورځو کې د طالبانو لخوا د ۹ خبریالانو نیول تاییدوي، خو وايي: "هغه معلومات چې د چارواکو له‌خوا خپاره شوي دا دي چې د دوی نیول رسنیزو کارونو پورې اړه نه‌لري. په داسې حال کې چې امکان نه لري ۹ خبریالان په بند کې وي او د دوي رسنیز کار پورې اړه ونه لري."

د بې پولې خبریالانو سازمان یا 'آر ایس ایف' د معلوماتو له مخې، د افغان الاصله فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي په ګډون، چې د روان کال د جنوري میاشتې په ۷مه نیول شوی، ټول ۱۲ خبریالان دامهال د طالبانو په بند کې دي.