طالبانو په یوه اونۍ کې ۸ خبریالان نیولي؛ د ژونالېستانو ټولنه یې ژر خلاصون غواړي

د افغانستان د یوې راډیو سټډیو - ارشیف

د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو ټولنې په کندهار کې د طالبانو لخوا د نیول شویو درېیو خبریالانو د ژر خوشي کېدو غوښتنه وکړه .

دغه خبریالان پرون یکشنبه د طالبانو د استخباراتو لخوا نیول شوي دي .
دا په تیره یوه اوونۍ کې د طالبانو د حکومت لخوا د نیول شوو خبریالانو شمیره ۸ تنو ته ورسېد .

په دې اړه د لېنک له کېکاږلو سره دا غږیز راپور واورئ:

Your browser doesn’t support HTML5

په کندهار کې د خبریالانو د نیول کیدو پر وړاندې غبرګونونه