مېل‌انلاین د فرانسې اوبو کې د کډوالو د یوې ډوبې شوې کښتۍ په اړه لیکنه کړې

ارشیف: د افغانانو په ګډون د بېلابېلو هېوادونو وګړي هڅه کوي څو په سختو لارو ځانونه اروپايي هېوادونو ته ورسوي.

مېل‌انلاین:

مېل‌انلاین خپرونې د خپلې یکشنبې ورځې په ګڼه کې لیکلي چې د فرانسې په اوبو کې د کډوالو کښتۍ د ډوبېدو له وروستۍ غمجنې پېښې سره سره هغه کډوال چې بریتانیا ته د تلو قصد لري، خپل هوډ یې نه دی بدل کړی.

د حاجي محمد په نوم یوه افغان کډوال یادې خپرونې ته ویلي چې له مانش کانال څخه تېرېدل د مرګ منلو په څېر دي.

هغه د افغانانو له یوې ډلې سره چې ځینې یې تنکي ځوانان دي، د فرانسې سواحلو په یوه ځنګل کې په موقتي کمپ کې ژوند کوي.

نوموړي مېل‌انلاین خپرونې ته دا هم ویلي چې له فرانسوي او برتانوي پولیسو څخه د همکاري غوښتنه کوي څو د خطر له منلو پرته بریتانیا ته ولاړ شي، خو د یادې خپرونې په وینا، پوهېږي چې دا ډول مرستې به ورسره ونه شي.

شپږ افغان کډوال، چې غوښتل یې په ناقانونه توګه له فرانسې څخه بریتانیا ته ولاړ شي د شنبې په ورځ په مانش کانال کې د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله مړه شول.

د فرانسې حکومت دا پېښه یوه ستره غمیزه بللې ده.

د دې مطلب تر جوړولو پورې دوه تنه لادرکه وو.

په همدې حال کې اسوشېټېډپرېس خبر ورکړی چې په دغه کښتۍ کې سپاره ۶۵ کډوال بدمرغه بللي دي.

چارواکي وايي، د ورکو شویو کسانو لټون روان دی.

د فرانسې د ساحلي ښار بولون د څارنوال مرستیال فیلیپ سباتیر د فرانس‌پرېس خبري اژانس ته وویل چې د شپږو ډوب شویو افغانانو عمرونه د ۳۰ او ۴۰ کلونو ترمنځ وو.

نیو عرب:

په همدې حال کې نیو عرب خپرونه چې له لندن څخه خپرېږي د افغان ښځو د فوټبال لوبډلې په اړه بحث کړی دی.

نشریه لیکي چې د امریکا د کانګرس غړو له فیفا یا د فوټبال له نړیوال فدراسیون څخه غوښتي چې په جلاوطنۍ کې د افغان ښځو ټیم په رسمیت وپېژني.

خپرونه زیاتوي، که څه هم فیفا د افغانستان د نارینه وو د فوټبال ملي لوبډله په رسمیت پېژندلې، خو د ښځو هغه لوبډله یې په رسمیت نه ده پېژندلې چې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د ځپونکو سیاستونو له امله په اسټرالیا ژوند کوي.

د ډیموکراټ او جمهوري غوښتونکو ګوندونو د امریکا د کانګرس یوې ډلې د جمعې په ورځ په یوه لیک کې له فیفا څخه وغوښتل چې د افغانستان د ښځو ملي ټیم دې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د افغانستان د هرې ښځې او نجلۍ د استازې په توګه په رسمیت وپېژني.

دا لیک فیفا ته د ډن بیکن او ډارین لاهود، جمهوري غوښتونکو استازو او د کانګریس د ډیموکراتیک غړو کتی کاسټر او ریک لارسن لخوا لېږل شوی.

په دې لیک کې د افغان ښځینه لوبډلې پر پېژندلو ټینګار شوی او دا هم ویل شوي چې که دوی د فوټبال د ښکلې لوبې لپاره دا کار نه شي کولای، لږ تر لږه دې د پیوستون د هغه پیغام په خاطر وکړي چې د نړۍ ښځې ېې افغان مېرمنو او نجونو ته لېږي.

طالبانو پرښځو او نجونو د کار او زده کړې د محدودیت ترڅنګ په عامه ځایونو کې د دوی پر تګ راتګ او ورزشي ځایونو او عمومي حمامونو ته په تللو هم بندیز لګولی دی.