په کابل کې د لوړو مالیو له کبله یو شمېر دوکانونه تړل شوي

ارشیف: په کابل ښار کې یوه هټۍ

د کابل ښار يو شمېر دوکانداران وايي، د بازار د نشتوالي او د جوازونو د ټکس په ګډون د لوړو مالياتو له امله يې خپل دوکانونه تړلي دي.

په افغانستان کې د بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو د زیاتوالي په اړه د شکایتونو په دوام د کابل ښار یو شمېر دوکانداران وايي چې خپل دوکانونه یې تړلي او اوس بې‌کاره دي.

دوی د دې کار لامل د طالبانو د حکومت له‌خوا د دوکانونو د جوازونو د مالیې په ګډون د پېر او پلور کموالی او د مالیاتو زیاتوالی بولي.

فرهاد چې د کابل ښار په اتمې ناحيه کې دوکان لري، وايي پخوا به يې موبايلونه او کمپيوټرونه پلورل، خو د اوس لپاره يې هټۍ تړلې ده.

هغه وویل: "ځکه چې دلته کاروبار نه‌شته، کرایه ډېره وه او بازار ښه نه و، نو موږ مجبور شو، د هټۍ شپږ زره کرایه مو هم نه شوای ورکولای او حتی د څلور څخه تر پنځو میاشتو کرایه باقي هم وم، مجبور شوم، دکان پرېږدم."

عبدالله چې د کابل ښار په يوولسمه ناحيه کې يې د غالۍ او نورو کورنيو توکو د پلورلو دوکان درلود، وايي چې د بازار د نشتوالي او د کرايې د نه ورکړې له امله يې دوکان تړلی دی.

هغه وايي: "په پیل کې جواز اخیستی په زر افغانی و، وروسته له ۲ زره څخه تر ۲۵۰۰ پورې ورسېدو، موږ باید دوکان پرېږدو، موږ د دوکان په کرایه کې پاتې راغلو، هغه توکي چې په ۲۰۰ زره مې اخيستي وو، په ۷۰ زره مې وپلورل او د دوکان کرایه مې ورکړه."

د کابل د منډوي یوه څنډه

یو شمېر کابل ښاریان هم دا خبره تاییدوي او وايي چې دوی په خپلو سیمو کې د ګڼو دوکانونو د خالي کېدو شاهدان دي.

د کابل ښار دوو اوسېدونکو فیصل اکرمي او ماجبين په دې اړه ازادي راډيو ته د خپلو سترګو لیدلی حال شریک کړ.

فیصل اکرمي وویل: "د کابل ښار په کوم ځای کې چې موږ اوسېږو، د کوټه سنګي په سیمه کې اکثره دوکانونه خالي شوي، ځکه کرایه یې لوړه وه، اوس چې عواید کم شوي او خلک یې نه اخلي، دوکانونه تړل شوي."

ماجبین وویل: "په ځینو سیمو کې چې موږ ګورو، ډېر خالي دوکانونه دي، ځکه هلته کار نه‌شته او دوی د دوکان کرایه ورکوي، مالیه ورکوي، دا ټول د هټیوالو لپاره ستونزه ده."

خو د طالبانو تر کنترول د کابل ښاروالۍ مسوولان، د دوکانونو د جوازونو د مالیې د زیاتوالي ادعا ردوي.

د کابل ښاروالۍ ویاند نعمت الله بارکزی وايي: "کابل ښاروالۍ له هیچا څخه مالیه نه اخلي، حتی له یوه افغان څخه هم نه، یوازې د جوازونو مالیه او د صفایۍ پيسې اخلي، چې په هېڅ صورت کې یې نه‌دي پورته کړي. د قانون له مخې چې له کلونو راهیسې نافذ دی، دا چاره ترسره کېږي."

د بېلابېلو ستونزو له امله د ځینو دوکانونو د تړلو ترڅنګ، د طالبانو حکومت د روان کال د اسد په لومړیو کې په کابل او ولایتونو کې د ښځو سينګارتونونه بند کړل او د پخواني جمهوري نظام له نسکورېدو وروسته د موسیقۍ د وسایلو د پلور او ترمیم د دوکانونو په ګډون د سندرغاړو دفترونه هم د طالبانو له‌خوا تړل شوي دي.

د کابل ښار دوکانداران وايي، اندېښمن دي چې څه به کوي.

په افغانستان کې د طالبانو له بیاځلي واکمنۍ وروسته په دغه هېواد کې د بهرنیو مرستو له امله بې‌وزلي او بې‌کاري اوج ته رسېدلې ده.

د روان کال د جولای په ۲۱مه د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا 'یو این ډي پي' په یوه راپور کې ویلي وو چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې د افغانانو په عوایدو کې شاوخوا ۳۰ سلنه کموالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونېسف هم په دې وروستیو کې ویلي چې اوسمهال په دغه هېواد کې ۲۹،۲ میلیونه وګړي خوراکي مرستو ته اړتیا لري.