د طالبانو د حکومت د دویمې کلیزې په مناسبت د افغان ښځو اعتراضونه؛ کابل کې ورسره تاوتریخوالی شوی

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د طالبانو د واکمنۍ خلاف د ښځینه معترضانو ناسته

په پلازمینه کابل کې د معترضو میرمنو یوه ډله وايي، دوی پتیلې وه چې نن شنبه پر افغانستان د طالبانو د واک د دوه کلنې مودې په غبرګون کې اعتراض وکړي، خو ادعا کوي چې طالبانو له دوی سره تاوتریخوالی کړی دی.

په کابل کې یوې معترضې مېرمنې چې نه یې غوښتل د امنیتي ستونزه له امله يې نوم په راپور کې نوم خپور شي ازادي راډيو ته وویل چې طالبانو یې د اعتراض مخه ونیوله.

دغې مېرمنې وویل:"نن ټاکل شوې وه چې موږ خپل اعتراض وکړو د شهر نو او قلعه فتح الله په سیمه کې، حالت ډېر خراب وو، دا چې موږ د خپل اعتراض ځای بدل کړو او له شهر نو قلعه فتح الله ته راغلو، له هغه ځایه یوې کلیوالي سیمې ته چې له کابله لیرې وو لاړو او خپل اعتراض مو ترسره کړو خو په ډېر خراب او وحشت ناک حالت کې. "

یوه بله معترضه مېرمنه چې دا هم نه غواړي په راپور کې یې نوم خپور شي ادعا وکړه چې اعتراض یې د طالبانو له لوري تیت او پرک شو او یو شمېر معترضې میرمنې د طالبانو له لوري ووهل شوې.

هغه وایي:"ټاکل شوې وه چې شهر نو ته لاړ شو، خو شهر نو ته څېرمه ساحه له طالبانو ډکه وه، ټانګونه او رنجرۍ یې راویستې وې، له دې ځایه لاړو غوښتل مو خپل اعتراض وکړو خو لا مو خپل شعارونه نه وو راویستې چې طالبان راغلل او زموږ په وهلو او ټکولو یې پیل وکړو، نه مو ویډیو واخیستلی شوه او نه عکس."

له پلازمینې ور اخوا په شمالي ولایت تخار کې هم یو شمېر مېرمنو د طالبانو د حکومت د دوه کلنې مودې د پوره کېدو په غبرګون کې لاریون کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پېژني.

په تخار کې د شوي اعتراض ګډونوالې

په تخار کې یوې معترضې میرمنې پریسا مبارز په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:" زموږ د نن ورځې لاریون د طالبانو په وړاندې د یوالي د اونۍ په مناسبت وو، په تخار کې هم دا اعتراض وشو، موږ له نړیوالو غوښتنه وکړه چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پېژني، زموږ شمېر ۲۵ کسانو ته رسېده."

په همدې حال کې د پاکستان په مرکز اسلام اباد کې یو شمېر میشتو افغان کډوالو میرمنو د طالبانو د حکومت پر وړاندې په یوه سرپټې فضا کې اعتراض کړی دی.

افغان کډوالې میرمنې زهرې نیابي ازادي راډيو ته وویل:"طالبان په تېرو دوه کلونو کې چې پر افغانستان واکمنان شوي دي هیڅ لاس ته راوړنه نه لري، برعکس افغانستان یې له بحران سره مخ کړی دی، دا هیواد د خلکو په زندان بدل شوی دی، هره ورځ وژل هره ورځ وهل او ټکول، هره ورځ فقر، په ځانګړي ډول میرمنې یې له هر څه محرومې کړي دي، موږ له نړیوالو غواړو چې طالبان په رسمیت ونه پېژني او دا ډله د مذاکرې میز ته کینوي. "

ومو غوښتل د معترضو میرمنو د دغه اعتراضونو او دغه شان په کابل کې د دوی په وړاندې د تاوتریخوالي د ادعاوو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم ولرو، خو ویاند یې ذبیح الله مجاهد او مرستیال یې بلال کریمي د دې راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

طالبانو بیا- بیا له ښځینه معترضانو سره تاوتریخوالی کړی

خو له دې وړاندې د طالبانو د حکومت ویاندویانو ازادي راډيو ته ویلي، چې باید هر لاریون له امنیتي بنسټونو سره په مشوره ترسره شي.

د یادونې ده، چې مخکې هم په کابل او یو شمېر نورو سیمو کې د افغان معترضو میرمنو لاریونونه د طالبانو له لوري په تاوتریخوالي بدل شوي او معترضو میرمنو ادعاوې کړي چې طالبانو وهلي، ډبولي او ان زنداني کړي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان له دې وړاندې د میرمنو د اعتراضونو په وړاندې په تاوتریخوالي اندېښنه ښودلې ده.

معترضې میرمنې له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو حکومت دې په رسمیت نه پېژني.

خو د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې په وار وار ویلي تر کومه چې طالبان ټولګډونه حکومت جوړ نه کړي او د خلکو په ځانګړي ډول د ښځو حقونه خوندي نه کړي، حکومت به یې په رسمیت ونه پېژندل شي.

خو طالبان ادعا کوي، چې د ټولو افغانانو حقونه یې د شریعت په رڼا کې خوندي کړي دي.