د یوې مېرمنې ستونزمن ژوند چې ډېری شپې خپل بچي وږي ویده کوي

Your browser doesn’t support HTML5

د غور اوسېدونکې ګل اندام د شپږو بچیانو مور ده. د هغې مېړه یو کال کېږي چې کور ته نه دی تللی. ګل اندام یوه له هغو زرګونو ښځو ده چې په سختو اقتصادي شرایطو کې ژوند کوي. ملګرو ملتونو ویلي، له ۲۹ میلیونو ډېر افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. د دې سازمان په وینا، درې میلیونه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي.