داعش د خپل مشر د وژل کیدو او د هغه د ځای ناستي د ټاکل کیدو خبر ورکړی

د داعش ډلې یو وسله وال په عراق کې له خپل بیرغ سره - ارشیف

اسلامي دولت ډلې یا داعش په سوریه کې د خپل لږ پېژندل شوي مشر ابوالحسین حسیني القریشي د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دې ډلې خپل نوی مشر غوره کړی دی.

القریشي له نوامبر میاشتې راهیسې د داعش مشري کوله.

نوموړې ډلې نه دي ویلي، چې القریشي څه وخت وژل شوی خو ویلي یې دي چې هغه د القاعده شبکې له یوې اړوندې ډلې سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د ۲۰۱۴ کال په جون میاشت کې د ابوبکرالبغدادي له خوا د داعش تر جوړېدو او د عراق او سوریې په پراخو سیمو کې د دې ډلې د خلافت تر اعلان وروسته القریشي د داعش څلورم مشر دی چې وژل کېږي.

البغدادي د ۲۰۱۹ کال په اکتوبر کې د سوریې په شمال لویدیځ کې د امریکايي ځواکونو په برید کې ووژل شول. دهغه ځای ناستی ابوابراهیم الهاشمي القریشي هم د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې د سوریې په شمال لویدیځ کې د امریکا په هوايي برید کې ووژل شو او د داعش درېیم مشر هم په همدې کال د سوریې په جنوب کې ووژل شو.

د داعش ویاند ابوحذیفه الانصاري بیګا ناوخته وویل، چې ابو حفص الهاشمي القریشي د ډلې د نوي مشر په توګه ټاکل شوی.

انصاري په یوه غږیز پیغام کې ویلي چې د داعش مخکینی مشر د سوریې په شمال لویدیځ کې له القاعده سره د تړلې هیات التحریر الشام ډلې له خوا هغه مهال ووژل شو چې په ادلیب ولایت کې یې د ده د نیولو هڅه کوله.

ویاند زیاتوي، چې دې وسله والو د داعش د بل ویاند ابوعمر المهاجر په ګډون د دې ډلې څو نور غړي چې له القریشي سره یوځای وو، هم نیولي دي چې اوس هم د القاعده په بند کې دي.

په تېره اپریل میاشت کې ولسمشر رجب طیب اردوغان وویل، د ترکیې د استخباراتو اجنټانو القریشي د سوریې په شمال کې وژلی دی خو هغه مهال داعش ډلې په یوه بیان کې دا خبره رد کړه.

د خیبرپښتونخوا په باجوړ کې د وروستي برید یوه څنډه- مسوولیت یې داعش پر غاړه اخېستی

اسلامي دولت ډله شاوخوا لس کاله مخکې له القاعده څخه جلا شوه او د نړۍ له بېلابېلو هېوادو څخه یې ځانته غړي جذب کړل.

په ۲۰۱۷ کال کې په عراق کې او دوه کاله وروسته په سوریه کې د داعش تر ماتې وروسته دا ډله لاهم په دواړو هېوادونو کې خونړۍ حملې کوي.

د خراسان ولایت په نوم د داعش بله څانګه په افغانستان او پاکستان کې فعالیت کوي چې تراوسه یې په باجوړ کې د یکشنبې ورځې د خونړي برید په ګډون د لسګونه حملو پړه منلې ده.