میډل ایسټ: په افغانستان کې تېر کال د ځان‌وژنې ۲۵۰ پېښې ثبت شوي

ارشیف

انډیپنډنټ:

د نړۍ یو شمېر ورځپانو د قطر په پلازمېنه دوحه کې له امریکايي لوړوپوړو چارواکو سره د طالبانو په لیدنې مطالب خپاره کړي دي.

انډیپنډنټ ورځپانه لیکلي، د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له ستنېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې په رسمي ډول یو شمېر لوړپوړي امریکايي چارواکي له طالبانو سره ویني.

د انډیپنډنټ په ټکو، د دې لپاره چې د ناسم پوهاوي مخنیوي وشي، له دې ناستې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت یو ویاند ودانت پاټېل ویلي وو، د دوحې ناسته په هېڅ صورت د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندولو په مانا نه ده هغه هم په داسې شرایطو کې چې د افغانو ښځو پر وړاندې په افغانستان کې تبعیض اوج ته رسېدلی دی.

د انډیپنډنټ د مطلب په بله برخه کې راغلي، د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ په دغه ۴۸ ساعته ناسته کې امریکايي چارواکو په افغانستان کې د بشري بحران او په ځانګړې ډول د ښځو د حقونو په اړه خپله اندېښنه شریکه کړې او له طالبانو یې غوښتې د ټولو هغو افراطي سیاستونو له پلي کولو په شا شي چې له افغانستان څخه د ناټو او امریکا ځواکونو له وتلو وروسته يې پر افغانانو نافذ کړي دي.

میډل ایسټ:

میډل ایسټ مانیټور خپرونې په خپلې وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د ځان‌وژنې د پېښو د زیاتېدو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

خپرونې د افغانستان د داخلي رسنیو د راپورونو په حواله ویلي، تېر کال په افغانستان کې د ځان‌وژنې ۲۵۰ پیښې ثبت شوي چې له ډلې يې ۱۸۸ د ښځو ځان‌وژنه وه.

خپرونې د ښځو او ماشومانو د ملاتړ د یو سازمان د مشرې مریم اروین په حواله لیکلي چې د ترکیې انادولو خبرې اژانس ته يې ویلی وو، هر میاشت له ۹ تر ۱۱ د ځان وژنې پېښې ثبتوي چې زیاتره يې ځوانې نجونې دي، خو د خپرونې په ټکو، د دې امکان شته چې د ځان وژنې ارقام له ورکړل شویو شمېرو ډېر لوړ وي.

د اروین په خبره، د ځان‌وژنې ډېرې پېښې په تخار، کندز، بامیان، بادغیس، فاریاب، مزارشریف او نورو سیمو کې رامنځته شوي دي.

خپرونه لیکي، دوه علتونه د دې سبب کېږي چې په افغانستان کې د ځان‌وژنې واقعي ارقام خپاره نه‌شي.

د خپرونې په ټکو، د کورنیو نه لېوالتیا، ځکه په ځینو دودیزو ټولنو کې دا ډول پېښې بدنامي ګڼل کېږي او بل د طالبانو له خوا فشار چې دوی اجازه نه ورکوي چې دا ډول ارقام خپاره شي.

خپرونه زیاتوي، د دې ځان‌وژنو یو شمېر هغه نجونې جوړوي چې د طالبانو د محدودیتونو په وجه له تعلیم څخه محرومې او بېکاره دي.