د خوارځواکۍ زیاتیدو وېره؛ یونیسف : ۶۳ سلنه تازه زېږیدلي افغان ماشومان د مور له شیدو برخمن دي

د افغان میندو او ماشومانو یو روغتون - ارشیف

د ملګرو ملتونو سازمان د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، په افغانستان کې یوازې ۶۳ سلنه ماشومان په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور په شيدو د تغذیې چانس لري.

یونېسف نویو زېږیدلو ماشومانو ته د مور شیدې مهمې بللې دي.

په يو ويډيويي راپور کې چې د ياد سازمان پر ټوېټر خپور شوی، د يونېسف د اړيکو متخصص فيرونيکا هوسير ويلي: "یو ماشوم باید د زیږون څخه وروسته په لومړیو شپږو میاشتو کې په ځانګړې توګه د مور په شیدو تغذیه شي او بیا تر دوه کلنۍ پورې بشپړخوړو تغذیه شي، مګر ایا تاسو پوهېږئ چې په افغانستان کې یوازې 63٪ ماشومان په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور په شیدو تغذیه کېږي؟"

يونېسف په داسې حال کې په لومړیو شپږو میاشتو کې د مورو له شیدو د ۳۷ سلنه افغان ماشومان د بې برخې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې، چې د روغتیا نړیوال سازمان د اګست لومړۍ نېټه (سه‌شنبه) د مور د شیدو د اوونۍ د پیل په توګه اعلان کړې ده.

طالبانو نیږدې ټولې افغان ښځې په کور کړي، خو دوی یې پر ضد اعتراضونه دوامداره ساتلي

دغه سازمان په خپل ټویټر کې لیکلي، چې په ټوله نړۍ کې له نیم ميلیارد څخه زیاتې کارګرې ښځې د ملي قوانینو له مخې د امیندوارۍ پر مهال اړین خوندیتوب نه‌لري او له نیمایي څخه کم تر ۶ شپږو مياشتو ټيټ ماشومان یوازې د مور په شیدو تغذیه کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې ښځې د طالبانو له بيا ځلي واکمنۍ وروسته په ډېرو دولتي او ټولو نادولتي ادارو کې له کار او دغه شان له زده‌کړو راګرځول شوي او په کورونو کې ناستې دي، خو د بېړنيو لومړیتوبونو نړیوال انسټیټیوټ په خپل تازه راپور کې ویلي، په افغانستان کې ميندې د جګړې، بې‌وزلۍ او ناوړه دودونو په ګډون د بېلابېلو لاملونو له امله نه‌شي کولی د شيدو ورکولو ته دوام ورکړي.

د دغه انسټیټیوټ په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې تر نیمايي زیات ماشومان د خپل ژوند په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور له شیدو بې برخې دي.

په همدې حال کې د خوړو د نړیوال سازمان يوې کارکوونکې ډاکټر نجلا په یوه ویډیويي کلیپ کې، چې د دغه سازمان په ټویټر خپره شوی، د ماشومانو لپاره د مور شیدې له واکسین سره برابرې بللې دي.

یو شمېر افغان میندو ازادي راډیو ته ویلي: کور کې د خوراک څه نه لرو، نورو کره یې خورو، شیدې مو ځکه وچې شوي دي.

يادې ډاکټرې د خپلو خبرو په يوه برخه کې ويلي: "د مور شیدې ورکول یوه مهمه پروسه ده چې هره مور باید پرې پوهه شي، ځکه چې د مور شیدې هغه شیدې دي چې تل چمتو وي، ارزانه وي، د مور او ماشوم تر منځ د مینې احساساتي اړیکه رامنځته کوي او د ماشوم عمومي مقاومت هم لوړوي، دا د مور شیدې دي. دا پخپله يو واکسین دی، په ځانګړې توګه د هغو میندو لپاره چې دلته زیږون کوي، زه وایم چې دوی ته باید ورګه ورکړل شي، ځکه چې دا خپله واکسين دی، سره له دې چې دلته واکسین کېږي هغه هم باید حتما واخلي."

تر دې وړاندې ډېر شمېر ميندو ازادي راډيو ته ويلي وو، چې د بې‌وزلۍ له امله خپلو ماشومانو ته شيدې نه‌شي ورکولاى او له همدې امله يې ماشومان له سختې خوارځواکۍ او نورو ناروغيو سره مخ شوي دي.