د امریکايي او طالب استازو د غونډې دویمه ورځ؛ شنونکي یې د تعامل لپاره عادي کتنه بولي

ارشیف: د امریکايي استازو او طالبانو ګډ انځور

د قطر پلازمېنه، دوحه به نن هم د طالبانو او د امریکایي پلاویو ترمنځ د خبرو کوربنه وي.

په دوحه کې به نن هم د طالبانو او د امریکایي پلاویو ترمنځ خبرې دوام وکړي.

امریکایي لوري او د طالبانو چارواکو تراوسه څه نه دي ویلي چې د خبرو په لومړۍ ورځ پر کومو مسایلو خبرې وشوې.

ازادي راډیو هم ډېره هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د ویندویانو څرګندونې راواخلي خو د دې راپور تر چمتو کېدو پورې په دې کار بریالۍ نه شوه.

خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د شنبې په ورځ دوحې ته له تلو مخکې د کابل په هوایي ډګر کې خبریالانو ته په لنډو خبرو کې چې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرخپله ټویټرپاڼه کې خپرې کړې، خوشبیني ښکاره کړه چې دغه خبرې به یوه نتیجه ورکړي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي

هغه ویلي: "کوشش به کوو چې پر هغو موضوعاتو تمرکز وکړو، لکه د افغانستان د کنګل شتمنیو آزادېدل، په افغانستان چې کوم بندیزونه لګېدلي د هغو پورته کېدل، کوم بانکي محدویتونه چې دي هغه له منځه وړل، همدارنګه د تورو لېستونو ختمول او بلاخره یوه مثبت تعامل ته لاره هوارول او اقتصادي او سیاسي اړیکو ته وده ورکول. امېد لرو چې مجالس به مو ښه وي انشاالله."

متقي له امریکایي لوري سره په خبرو کې پر هغو مسایلو تاکید کوي چې د دې خبرو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې یې یادونه نه ده شوې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د دغو خبرو تر پیلېدو مخکې په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې امریکايي پلاوی به په دې خبرو کې یو لړ موضوعاتو لکه، د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو دوام، اقتصادي ثبات، د ښځو او نجونو په ګډون له ټولو افغانانو سره عادلانه او باعزته چلند، امنیتي مسایل او هم د نشه یي موادو د تولید او قاچاق پر وړاندې د مبارزې مسایلو ته لومړیتوب ورکړي.

په دوحه کې د طالبانو له پلاوي سره د امریکایي لوري په ترکیب کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټوماس وېسټ او د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې ټوماس وېسټ او رینا امیري به په دوحه کې د طالبانو د یو شمېر مهمو وزارتونو د تکنوکراتو کادرونو له پلاوي سره د افغانستان پر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي، خو په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د طالبانو د حکومت چلندونو په تېره د ښځو پر وړاندې سختو محدودیتونو ته په پام د چارو یو شمېر کتونکي دومره هیله من نه دي چې د ښځو د حقونو د ښه کېدو په برخه کې دې دغه خبرې ګټورې پایلې ولري.

د چارو شنونکی شفیق همدرد

د چارو شنونکی شفیق همدرد دا له طالبانو سره د تعامل یوه عادي کتنه بولي او وایي: "متحده ایالات په منطقه کې په ځانګړې توګه د افغانستان او د سیمې لپاره خپلې ستراتېژیکې او اوږدمهاله ګټې لري نو په دې اساس باندې دوی افغانستان هېرولی نه شي او ځانګړي استازي یې چې دي د خپل هېواد د ملي ګټو د ساتنې لپاره هغوی مجبوره دي چې کله کله دغسې لیده کاته وکړي. تر دې وړاندې هم داسې لیده کاته شوي وو."

د قطرپه پلازمېنه دوحه کې د طالبانو او د امریکا د حکومتونو پلاوي داسې مهال خبرې کوي چې دوه اوونۍ وروسته پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو دوه کاله پوره کېږي خو تراوسه یې سرپرست حکومت د نړۍ هېڅ یوه هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

د امریکا په ګډون نړیوالې ټولنې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې پر افغانستان بندیزونه د دې هېواد د ټولو وګړو په تېره د ښځو حقونو ته په درناوي او یوه ټولشموله حکومت په ګډون په ځینو نورو مسئلو پورې تړلي چې تراوسه یې نه یوازې د طالبانو حکومت په پوره کولو کې پاتې راغلی بلکې د ښځو د حقونو په برخه کې یې محدودیتونو ته پرله‌پسې دوام ورکړی دی.