د طالبانو حکومت: په سرپل او روزګان کې د اوبو دوه بندونه جوړوو

د افغانستان د اوبو یو بند - ارشیف

د طالبانو حکومت غواړي د کانونو په بدل کې دوه د اوبو بندونه، یو په سرپل او بل په روزګان کې ورغوي.

د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت پرون پر خپل ټویټر په یو بیان کې لیکلي، چې د مالیې، د کانونو او پټرولیم او د صنعت او سوداګرۍ وزارتونو او د ملي پراختیا شرکت له استازو جوړې کمېټې ته دنده سپارل شوې چې د سرپل ولایت د سلطان ابراهیم او د روزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ د اغاجان بند د رغونې عملي تګلاره جوړه او د وروستۍ پرېکړې لپاره یې اقتصادي کمېسیون ته وسپاري.

دا دواړه پروژې د پرځېدلي جمهوري نظام پرمهال سروې شوې وې او د رغونې مقدماتي چارې یې هم شوې وې.

د سرپل د سلطان ابراهیم بند د رغونې ژمنه ترکیې په ۱۳۸۹ کال کې د شاوخوا شپېته میلیون ډالرو په لګښت د هغه مهال د ناټو په چوکاټ کې د ولایتي بیارغونې د ټیمونو د مرستو په ترڅ کې کړې وه .

د روزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ د اوبو د بند پروژه په ۱۳۹۹ کال کې د اتیا میلیون افغانیو په لګښت د جمهوري نظام له پرځېدو څو میاشتې مخکې جوړه شوې وه.