طالبانو د ممتاز راډيو بنسټګر او د امتیاز خاوند 'امین‌الله عالمي' نیولی

ارشیف: په افغانستان کې د یوې راډیو سټډیو

د 'ممتاز' محلي راډيو بنسټګر او د امتیاز خاوند امین‌الله عالمي پنځه وړاندې د طالبانو له‌خوا د فاریاب په مرکز میمنې ښار کې نیول شوی دی.

که څه هم په فاریاب کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او په دې ولایت کې ځینو سرچینو د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته د عالمي نیول کېدل تایید او ادعا وکړه چې د نوموړي د نیول کېدو لامل د هغه له رسنیز کار سره هېڅ تړاو نه لري، خو د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، که د عالمي د نیولو لامل رسنیزه هم نه وي، باید د قانوني لارې یې قضیې ته رسېدنه وشي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د پنجشنبې په ورځ په یوې اعلامیې کې ویلي: "د اندېښنې په څرګندولو سره به د 'ممتاز' محلي راډیو د امتیاز خاوند ښاغلي عالمي قضیه څېړو او د محلي مسوولانو څخه غواړو، که د عالمي نیول شخصي اړخ ولري نو د قانوني لارو د ورته رسېدنه وکړي او ډاډ دې ورکړي چې د راډیو کاري پروسه به نه زیانمنه کېږي."

خو په فاریاب کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور رییس شمس‌الله محمدي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته په یوه لیکلي پیغام کې ویلي چې امین‌الله عالمي د جنايي قضیې په تړاو نیول شوی او دوسیه یې محکمې ته سپارل شوې ده.

په همدې حال کې د افغانستان د خبریالانو ټولنې ازادي راډيو ته وویل چې د عالمي د نیولو په اړه د دوی د بنسټ له‌خوا څېړنې روانې دي.

د افغانستان د خبريالانو د ټولنې مشر حجت الله مجددي ازادي راډيو ته وويل: "موږ د ښاغلي عالمي قضیه تعقیبوو، ظاهره موږ ته د محلي ادارې مسوولان وايي، د هغه د نیولو قضیه شخصي ده او د هغه د رسنیز کار سره اړه نه لري، خو په هر صورت د خپل همکار او هم مسلک د خلاصېدو لپاره هڅه کوو."

د افغانستان د خبريالانو د مرکز د معلوماتو له مخې 'ممتاز' راډيو شاوخوا لس کاله وړاندې د فارياب په مرکز ميمنې ښار کې د امين‌الله عالمي له خوا جوړه شوې چې د تېر جمهوریت په دوره کې یې ډېری د موسیقۍ او سرګرمۍ برنامې خپرولې، خو په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یې مذهبي ترانې او د سلام وطندار راډيویي شبکې ځینې برنامې هم خپرولې.

د طالبانو له‌خوا د امین‌الله عالمي د نیول کېدو خبر په داسې حال کې ورکول کېږي چې د خبریالانو او رسنیو د ملاتړو بنسټونو په خبره اوسمهال درې نور خبریالان هم د طالبانو په بند کې دي.

طالبانو تر دې وړاندې هم ویلي وو چې د خبریالانو نیول د دوی په مدني یا رسنیز فعالیت هېڅ اړه نه لري، خو د دوی د نیول کېدو او د ځای په اړه یې نور جزییات له رسنیو سره نه دي شریک کړي.

په همدې حال کې د افغانستان د ازادو رسنیو ملاتړ کوونکی بنسټ یا نی وايي چې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو نیول د رسنیو د کار پر کیفیت او د رسنیو پر کاري وړتیا منفي اغېز کړی دی.

د دغه بنسټ مسول ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل: "موږ په مرکز او ولایتونو کې د یو شمېر خبریالانو د نیولو او ورسره د ناسم چلند شاهدان یو. دا وضعیت د رسنیو د کار په کیفیت او د رسنیو د کار په وړتیا منفي اغېز کوي. که د خبریالانو قضیه رسنیزه موضوع وي باید د رسنیو د سرغړونو کمېسیون او که شخصي او جنايي موضوع وي باید د امنیتي ادارو له خوا ورته رسېدنه وشي."

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمان وار وار له طالبانو غوښتي چې نور خبریالان او مدني فعالان خوشې کړي، خو دا غوښتنې بې ځوابه پاتې شوي دي.