سور صلیب په افغانستان کې د څه باندې ۲۵ دولتي روغتونونو ملاتړ درولی

ارشیف: په کابل کې د سور صلیب روغتون یوه څنډه

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، د اقتصادي ستونزو له کبله یې افغانستان کې د څه باندې ۲۵ دولتي روغتونونو ملاتړ درولی دی.

د سره صلیب نړیواله کمېټه د هغه څه له کبله چې ظاهراً اقتصادي ستونزې ګڼل کېږي، په افغانستان کې د خپلو فعالیتونو د محدودولو خبره کوي.

ځینو سرچینو له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي، د سره صلیب نړیوالې کمېټې وروسته له هغې د افغانستان له څه باندې ۲۵ روغتونونو سره د دارو درملو او نورې مرستې ودرولې، چې طالب چارواکو له خپلې لارې د دغو مرستو د رسولو سپارښتنه وکړه.

په افغانستان کې د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي، څه کم دوه کاله مخکې پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیا ټینګولو وروسته، سره له دې چې ګڼو ادارو خپل فعالیتونه ودرول، خو دوی د خلکو د فوري غوښتنو د لیرې کولو لپاره خپلې مشخصې مرستې د افغانستان څه باند ۲۵ روغتونو سره روانې وساتلې.

د کندهار میرویس روغتون. سور صلیب د دې روغتون ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د دې ادارې ویاند پروېز احمد فیضي ازادي راډیو ته وویل، د دوی دغه مرستې لنډمهاله وې.

هغه وویل: "هېڅکله نه وه ټاکل شوې چې دغه مرستې اوږدمهاله وي، ځکه د خلکو د فوري اړتیاوو پوره کولو لپاره وې. د سره صلیب اصلي هدف دا و چې چارواکو ته اجازه ورکړي تر څو ځانونه تنظیم او خپل مسوولیتونه پر غاړه واخلي. هغو مالي ستونزو ته په پام چې د سره صلیب نړیواله کمېټه په ټوله نړۍ کې ورسره مخامخه ده، د ټولو صحي خدماتو د مسوولیتونو لېږدول یې د افغانستان روغتیا وزارت ته واضح کړي دي. موږ بیا هم په بېلابېلو برخو له دې جملې د زندانونو، د فزیکي توانمندۍ، اوبو، اقتصادي خوندیتوب، حفظ الصحې، اضطراري غبرګون او نورو برخو کې خپلو مرستو ته ادامه ورکوو."

د کندهار د روغتیا ریاست ویاند ډاکتر عبدالمنان کاکړ ازادي راډیو ته ویلي، د سره صلیب نړیوالې کمېټې له څه باندې درېیو میاشتو راهیسې د کندهار د میرویس روغتون په ګډون له هغو څه باندې ۲۵ روغتونونو سره چې دوی یې ملاتړ کاوه د درملو او نورو توکو مرسته بنده کړې ده.

د سره صلیب د مرستو بندېدو، په میرویس حوزوي روغتون کې هغو ناروغانو ته ستونزې پېښې کړي، چې د کندهار تر څنګ له څنګلوریو ولایتونو ورته راځي.

یو تن وویل: "سید ګل یم له هلمنده مې دلته ناروغان راوستلي دي. د درملو او خوړو تابیا نه شته. دا هرڅه په خپلو شخصي پیسو رانیسو. داسې پایوازان هم راسته شته چې د خپلې ډوډۍ پیسې هم نه لري."

د طالبانو حکومت لا د دغو تورونو په باب څرګندونې نه دي کړي، خو پر افغانستان د طالبانو د ولکې له بیاټینګولو وروسته پر نړیوالو مرستندویو ادارو فشارونه زیات شوي دي، په ځانګړي ډول وروسته له هغې چې په غیردولتي موسسو او د ملګرو ملتونو په ادارو کې د ښځو کار منع اعلان شو.

د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، په روان ۲۰۲۳م کال کې به ۱۷ ملیونه او شپږلکه وګړي چې ۵۳ فیصده یې ماشومان دي، روغتیايي مرستو ته اړ وي.