بلخي: طالبان وایي که د محرم مراسم تیت و پرک وي، امنیت یې نه شو ساتلی

د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا منشي سید حسین عالمي بلخي - انځور له ارشیف څخه

د افغانستان د شیعه عالمانو شورا وايي، د طالبانو حکومت ورڅخه غوښتي چې د محرم د مراسمو د اجرا مرکزونه کم کړي.

د دې شورا منشي سید حسین عالمي بلخي نن (یکشنبه) ازادي راډیو ته وویل، طالب چارواکو ورته ویلي چې که د مراسمو مرکزونه ډیر او تیت پرک وي، امنیت یې نه شي ساتلی.

خو ښاغلی بلخی وايي چې د شیعه عالمانو شورا له طالبانو غوښتي چې د محرم د مراسمو د مرکزونو له محدودولو پرته د ټولو امنیت خوندي کړي.

داعش ډلې په تېرو کلونو کې په کابل کې د محرم پر مراسمو انتحاري بریدونه کړي، چې له کبله یې لسګونو خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.