د باجوړ چاودنې ۴ تنه ټپیان کړي

د پاکستان ځواکونه په پېښور کې له یوې چاودنې وروسته

د خیبر پښتونخوا د باجوړ په ماموند سیمه کې یوې چاودنې لږ تر لږه څلور کسان ژوبل کړي.

د ماموند د پولیسو مرستیال ستار خان رسنیو ته ویلي دي، چې يو موټر د ريموټ کنټرول بم په وسيله په نښه شوى دى.

هغه زياته کړه، چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

دا چاودنه یوه ورځ وروسته له هغې کیږي چې د خیبرپښتونخوا په دوو جلا بریدونو کې پنځه پولیس ووژل شول او د نهو پولیسو په ګډون ۱۲ کسان ټپیان شول.

پاکستاني چارواکي په اکثرو دغو بریدونو کې ټي ټي پي تحریک طالبان پاکستان ډله ښکېله بولي او تور لګوي چې دا وسله وال له افغانستانه دا بریدونه پلانوي.

پر افغانستان د طالبانو واکمن حکومت بیا دا تورونه بې اساسه بولي.