پولنډ د روسیې د واګنر ملېشو د احتمالي خطر لپاره خپل ختیځ ته اضافي ځواکونه لېږي

د پولنډي سرتېرو یو انځور

پولنډ د روسیې د واګنر ملېشو د احتمالي ګواښ د مخنیوي لپاره د دې هېواد ختیځ ته پوځي قطعې استوي.

PAP دولتي خبري اژانس د پولنډ د امنیتي کمیټې د منشي له قوله نن راپور ورکړ، چې دې کمیټې په بېلاروس کې د واګنر د امنیتي شرکت د ملېشو د ځای پرځای کېدو په ځواب کې دا پرېکړه د چارشنبې په ورځ په خپله غونډه کې کړې ده.

د واګنر مشر ایفګیني پرېګوژین د جولای په ۱۹مه په یوه ویډیو کې په داسې حال کې وښودل شو، چې په بېلاروس کې خپلو سرتېرو ته ښه راغلاست وايي.

نوموړی،هغوی ته وايي چې د اوس لپاره به د اوکراین په جګړه کې ګډون نه کوي، خو زیاتوي، د بېلاروس سرتېرو ته د پوځي روزنې له ورکولو وروسته خپلې وړتیاوې د افریقا لپاره خوندي وساتي.