د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

د اوکراین ولسمشر پولنډ ته رسېدلی


د پولنډ ولسمشر اندژې دودا خپل اوکرایني سیال ولادمیر زیلینسکي سره د روغبړ پرمهال
د پولنډ ولسمشر اندژې دودا خپل اوکرایني سیال ولادمیر زیلینسکي سره د روغبړ پرمهال

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي پولنډ ته رسېدلی، هغه هېواد ته چې پر اوکراین د روسیې د یرغل راهیسې یې د کییف کلک ملاتړ کړی دی.

د پولنډ د ولسمشر یوه همکار مارچین پشیداچ نن وویل چې ولسمشر زیلینسکي د پولنډ له پولې تېر شوی او هغه اوس د پولنډ په خاوره کې دی.

د پولنډ د ولسمشر دفتر وویل چې د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي به په وارسا کې د پولنډ له ولسمشر اندژې دودا او له صدراعظم ماټیویش موراویسکي سره وګوري.

کییف په رسمي توګه دغه سفر نه دی تایید کړی.

پولنډ پر اوکراین د روسیې د یرغل راهیسې د خپل ختیځ ګاونډي لپاره د لوېدیځ د پوځي او سیاسي ملاتړ په راجلبولو کې مهم رول لوبولی دی.

دې هېواد همدارنګه اوکراین ته د میګ ۲۹ جېټ جنګي الوتکو په ګډون مستقیماً پوځې مرسته ورکړې ده.

د پولنډ د ولسمشر د همکار پشیداچ په وینا یو شمېر دغه الوتکې پرون اوکراین ته رسېدلي.

پولنډ همداراز په خپله خاوره کې شاوخوا یو میلیون اوکراینیانو ته پناه ورکړې ده.

د اوکراین ولسمشر پولنډ ته له سفر مخکې پرون د ولسمشر دفتر وویل چې زیلینسکي د اروپایي کمېسیون له مشرې اورزولا فون دیرلاین سره په ټیلفوني خبرو کې پر روسیې د اروپایي ټولنې د اضافي بندیزونو په اړه خبرې وکړې.

فون دیرلاین په یوه ټویټ کې وویل چې اوکراین به په پېکېنګ کې د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره د دې د کتنې یوه مهمه موضوع وي.

نوموړې به د فرانسې له ولسمشر ایمانویل مکرون سره چین ته په هغه سفر کې چې نن پیلېږي او د اپرېل تراومې دوم کوي، ملګرې وې.

د اوکراین ولسمشر داسې مهال له پولنډ څخه کتنه ترسره کوي چې اوکرایني ځواکونه په ختیځه جبهه کې د روسي ځواکونو د بریدونو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکوي.

روسي ځواکونو له څو میاشتو راهیسې د دونیڅک په سیمه کې د باخموت او یو شمېر نورو مهمو ښارونو د نیولو لپاره هڅې چټکې کړې دي.

د دونیڅک د سیمې والي پاولو کیریلینکو نن وویل چې په سیمه کې د روسي ځواکونو د تېرې شپې په بریدونو کې ۴ ولسي وګړي وژل شوي او یوولس نور ټپیان دي.

د جنوبي خیرسون د سیمې چارواکو هم د روسیې په بریدونو کې د درې کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

د اوکراین د پوځ لوی درستیز دغه راز نن په یوه بیان کې وویل چې د اوکراین دفاعي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د روسیې څه باندې ۶۰ بریدونه په شا تمبولي دي.

ویل شوي چې د دغو بریدونو ډېری یې پرباخموت، اویدیوکا او ماریانکا متمرکز و.

XS
SM
MD
LG