يوناما د طالبانو لخوا پر ښځو د محدودیتونو بېلګې وړاندې او نقد کړې

د یوناما مشرې څو ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره لیدلي وو

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) وایي، اوسني چارواکي د ښځو او نجونو پر حقونو باندې محدودیتونو ته دوام ورکوي.

یوناما دغه خبره نن په هغه راپور کې کړې چې، د روان ۲۰۲۳م کال په (می او جون ) میاشتو کې د بشري حقونو وضعیت ته په‌کې کتنه شوې ده.

یوناما په خپل راپور کې پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو ځینې عملي بېلګې هم وړاندې کړي.

په دغو بېلګو کې د کابل هوایي ډګر دننه د محرم نه درلودو له کبله د یوې نړیوالې موسسې د دوو افغان ښځینه کارکونکو د درولو، کار ته د تګ پر مهال د استخباراتو له‌خوا د یوې نرس قابلې د درولو او له یوه عمومي پارک نه په لښتې د یوې ښځې د شړلو یادونه شوې ده.

یوناما په دغه راپور کې ویلي چې، دغو محدودیتونو د دوی پر چارو اغېز کړی او له تېرو څه باندې دریو میاشتو راهیسې یې له استنثنایي کارکوونکو پرته نور ټول کارکونکي له خپلو کورونو دندې مخته بیایي.

د طالبانو حکومت چې د یوناما په ګډون یې د ټولو کورنیو او نړیوالو موسسو پر ښځینه کارکوونکو بندیز لګولی، سم‌لاسي د دغه راپور په اړه تبصره نه‌ده کړې.