ذبیح الله مجاهد: ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو هڅې کوو

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، یو نیم لک ځوانان د افغانستان په کانونو کې په کار بوخت دي.

هغه دا خبره پرون په هرات کې له ځوانانو سره په یوه غونډه کې هغه مهال وکړه، چې د ځوانو سوداګرو د مارکیټ ريیس قاري زبیر رحیمي د بې روزګارۍ په شمول د ځوانانو ستونزې په ګوته کړې.

د طالبانو ویاند وویل، چې د دوی حکومت هڅه کوي د نورو کانونو په استخراج سره ځوانانو ته د کار نور فرصتونه برابر کړي.

طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د کانونو استخراج زیات کړی او په ځینو مواردو کې یې کانونه د نورو چارو په بدل کې په قرارداد ورکړي دي.