کاناډا د ۳۰۹ نورو افغان پناه غوښتونکو د لېږد خبر ورکړ

کاناډا ته ورغلي یو شمېر افغان کډوال

د کاناډا د کډوالو چاور وزارت وايي، څه باندې درې سوه نور افغان پناه غوښتونکي يې تازه دغه هېواد ته انتقال کړي دي.

د کاناډا د کډوالو وزیر شان فریز نن پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، په یوه چارټر پرواز کې ۳۰۹ افغانان چې په افغانستان کې د کاناډا د پوځ همکاران او د بشري حقونو مدافعان وو، له خپلو کورنیو سره د کاناډا ګالګري ښار ته رسېدلي دي.

هغه زیاته کړې چې د کاناډا له ژمنې سره سم نږدې ۳۵زره افغان کډوال کاناډا ته لېږدول شوي او د دې کال تر پایه به د دې کسانو شمېر ۴۰ زرو ته ورسېږي.

کاناډا په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته، له مهمو افغان کډوال منونکو هېوادونو څخه دی.