طالبان: د ښوونکو د روزنې تشکیلات په تېر نظام کې لغوه شوي

په کابل کې د سیدجمال الدین افغان د ښوونکو د روزنې ریاست

د طالبانو تر کنټرول لاندې د پوهنې وزارت وايي، د ښوونکو د روزنې معینیت د تېر حکومت له خوا د دې وزارت له تشکیل څخه حذف شوی و او د دوی حکومت د ښوونکو د روزنې ولایتي تشکیلات د اضافي لګښتونو د مخینوي په موخه لغوه کړي دي.

دغه وزارت نن پر ټویټر د یوه بیان په خپرولو سره ویلي، د تشکیلاتو د منطقي جوړښت کمېټې یې پرېکړه کړې چې ټول ناموثر جوړښتونه د وزارت له چوکاټ څخه لغوه او پر ځای يې ګټور او ځواب ویونکي جوړښتونه، چې د ښوونیز کیفیت د لوړولو لپاره رامنځته کړي.

په بیان کې د بې‌کاره شویو ښوونکو او کارکوونکو په اړه ویل شوي چې دوی به د تحصیل او تجربې پر اساس په اداري، کادري او نورو ښوونیزو برخو کې وګومارل شي.

ازادي راډیو له دې وړاندې د طالبانو تر کنټرول لاندې د پوهنې وزارت هغه مکتوب ترلاسه کړی و، چې په‌کې د دارالمعلمینونو یا د ښوونکو د روزنې د عالي موسسو تشکیلاتي واحدونه حذف شوي وو.

د دغه مکتوب پر اساس ،په افغانستان کې د ۴۹ دارالمعلمینونونو یا د ښوونکو د روزنې د عالي موسسو او د دغو موسسو د اړوندو ۱۹۸ ملاتړو مرکزونو د تړلو امر شوی و.